د هرات والي ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو اندېښنې ته رسېدنه وکړي

د هرات والي ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو اندېښنې ته رسېدنه وکړي

۱۳۹۴ د زمري ۸مه

هرات: اطلاعاتو ته په لاسرسي کې د محدودیت او یا ناوخته لاسرسي له امله د خبریالانو له اندېښنو وروسته د هرات والي د بېلابېلو رسنیو له استازو سره ناسته کې ژمنه وکره، چې یادو اندېښنو ته رسېدنه وکړي.

په دې ناسته کې چې د ولایت مقام د بهزاد نګارستان سالون کې د ادارو د ویاندویانو او دولتي بنسټونو په شتون کې ترسره شوه، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبریالانو د ستونزو او وړانديزونو په تړاو بحث وشو.

د هرات ولایت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد آصف رحيمي په دې برخه کې د شته ستونزو د څېړلو ترڅنګ ویلي، چې د دولتي ادارو له لوري پرته له کوم محدودیت اطلاعات خپرېږي او هڅه کېږي په دې برخه کې د دولتي اداراتو فعالیتونه لاښه شي.

رحیمي د خبریالانو له مسلکي فعاليت څخه د ملاتړ په اعلان سره ژمنه وکړه، چې د خبري ناستو پر زیاتولو سربېره به دولتي او امنيتي ویاندویانو ته، له خبریالانو سره د همغږۍ او د دولتي او امنيتي ادارو له ویاندویانو سره د خبریالانو میاشتنیو ګډو ناستو د ترسره کولو په برخه کې د صلاحیت په ورکولو سره عملي ګامونه پورته کړي.

والي د دې خبرې په ویلو چې خبریالانو د دولت بشپړونکي دي روښانه کړه، چې د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو اړتیا ده، څو د هېواد ملي ګټې د رسنیو د پام وړ وګرځي‌.

اوس مهال په یاد ولایت کې پر دولتي راډیو او تلویزیون سربېره ۱۳ تلویزیوني شبکې، ۱۷ راډيوګانې او څه باندی ۳۰ چاپي نشریې او څو خبري ویب پاڼې فعالې دي.