په هرات کې د دویمې علمي راټولېدنې او د انلاین رسنیو جشنوارې جوړېدل

په هرات کې د دویمې علمي راټولېدنې او د انلاین رسنیو جشنوارې جوړېدل

 پنج شنبه، ۱۳۹۳ د لیندۍ ۶مه

هرات: په هرات پوهنتون کې دویمه علمي راټولېدنه او د « په مجازي فضا کې دویم ژوند» تر سرلیک لاندې د انلاین رسنیو جشنواره د هرات پوهنتون د مسؤولینو، د دولتي ادارو ځينې مسؤولینو، خبریالانو، ښوونکو او د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځي زده کړیالانو په شتون کې ترسره شوه.

د انلاین رسنیو په دې جشنواره کې د هرات پوهنتون د انلاین ورځ پاڼه لیکنې او ټولیزو برښنایي اړیکو ۹۰ تنو زده کړیالانو، د مسلکي وبلاګ لیکنې او ټولنیزو پاڼو سيالۍ کې ګډون وکړ.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رئیس نعمت الله سروري په خپلو خبرو کې وویل، چې یاد پوهنځي په وروستیو کلونو کې د زده کړیالانو د هڅونې او د ښوونکو د علمي کارونو وړاندې کولو په موخه په بېلابېلو برخو کې څو علمي راټولېدنې جوړې کړي دي.

هغه وویل، چې په هڅه کې دي څو د زده کړو بهیر کاربردي کړي او زده کړیالانو پر عملي کارونو تمرکز وکړي.

هغه د یاد پوهنځي د څلورم ټولګي د زده کړیالانو لپاره د کار زده‌کونې له ښوونیزو دورو څخه هم خبر ورکړ.

د ژورنالیزم د ماهیت بدلون

د هرات پوهنتون د انلاین رسنیو ښوونکی او د دی علمي راټولېدنې مسؤول فیصل کریمي د دې علمي راټولېدنې او انلاین رسنیو جشنوارې موخه له نویو رسنیزو اسانتیاوو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د زده کړیالانو هڅونه، د انلاین ورځ پاڼه لیکنې او د یاد پوهنځي د برښنایي ټولیزو اړیکو د غوره څېرو پېژندنه یاده کړه.

هغه وویل، چې د انلاین ورځ پاڼه لیکنې مضمون له ۶ کلونو راهیسې په یاد پوهنځي کې په ویب فضا کې د زده کړیالانو د وړتیا لوړولو او ښه والي لپاره تدریس کېږي، چې تر دې دمه د یاد پوهنځي ۴۰۰ زده کړیالانو او فارغانو د څو رسنیز او انلاین ژورناليزم وړتیاوو په برخه کې زده کړې کړي دي.

هغه په دې راټولېدنه کې په نړۍ کې د انټرنټ او د ژورنالیزم د ماهیت د بدلون په تړاو علمي وینا هم وکړه.

د هرات پوهنتون یاد استاد په خپله وینا کې وویل، چې انټرنټ د ورځ پاڼه لیکنې ماهیت بدل کړی او دې زبر رسنۍ په اطلاع رسونې کې د زمان او مکان جغرافیه له منځه وړې او د اطلاع رسونې په بهیر کې یې د رسنیز یووالي زمینه هم برابره کړې ده.

کريمي د انلاین رسنیو ځانګړنو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د یادو رسنیو تعاملي توب، څو ملتي توب او څو رسنیز توب د دې لامل شوی، څو ورځ ورځ پاڼې، راډیو ګانې او تلویزیونونه د خپلو مخاطبینو د ساتلو او له لاسه وتلو مالي سرچينو لپاره د وب فضا ته مخه کړي.

د دې علمي راټولېدنې او د انلاین رسنیو جشنوارې په یوه بله برخه کې د خبري او سازماني وبلاګونو په برخه کې اته غوره وبلاګ ليکونکي او انلاین فعالان وستایل شول او جایزې ورکړل شوې.

افغان هاست شرکت چې د دې راټولېدنې مالي ملاتړی و، د دې زده کړیالانو د هڅونې لپاره یې څلور ویب پاڼې د ژورنالیزم د پوهنځي زده کړیالانو ته ډالۍ کړې، څو له دې وروسته یاد فعالیت په مسلکي او تخصصي توګه د ویب سایټونو له لارې وړاندې کړي.

د انلاین ورځ پاڼه لیکنې او عامه برېښنايي اړیکې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په اکاډميک او مسلکي توګه په هرات پوهنتون کې پیل شوې او ټاکل شوې، څو د یاد پوهنتون د وړاندېز پر بنسټ یاد مضمونونه د افغانستان په نورو پوهنتونونو کې هم تدريس شي.