بسم الله الرحمن الرحیم
نحمده و نصلی علی رسوله الکريم
د افغانستان اسلامي جمهوري رئیس محمد اشرف غني د تسلیت او خواخوږۍ پیغام
۱۳۹۳ د لړم ۱۷مه
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې په هرات ولایت کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزیون انځوراخیستونکي مولاداد یعقوبي د ورپېښې ناروغۍ له امله په هند هېواد کې د اجل دفاعي ته لبیک ووایه.
انا لله و انا الیه راجعون
د نوموړي کورنۍ، دوستانو او د مطبوعاتو کورنۍ ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د الله جل جلاله له دربار څخه ننوځي ته د برین جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.
آمین یا رب العالمین
محمد اشرف غني
د افغانستان اسلامي جمهوري رئیس

