په هرات کې د «خبریالې مېرمنې» د انځورونو نندارتون او جشنوارې جوړېدل

په هرات کې د «خبریالې مېرمنې» د انځورونو نندارتون او جشنوارې جوړېدل

۱۳۹۵ د چنګاښ ۹مه

هرات- په هرات کې د لسګونه ښځينه خبریالانو په ګډون د « خبریالې مېرمنې» لومړنی نندارتون او جشنواره جوړه شوه.

یاده جشنواره چې د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت له لوري د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي او د افغانستان د ښځينه خبریالانو ټولنې په همکارۍ تېره ورځ جوړه شوه، د هرات ځيني سیمه‌ییزو، د پوهنتون ښوونکو، خبریالانو او زده کړیالانو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې چې په هرات کې جوړ شوي و، د افغانستان د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت رئیس فیصل کریمي وویل، چې د یاد نندارتون موخه خبري او انځوریزو فعالیتونو ته د هرات د مېرمنو او نجونو هڅونه ده.

هغه وویل، چې په دې جشنواره د ۴۰ ښځينه خبريالانو شاؤخوا ۳۰۰ انځورونه نوماند شوي وو، چې له ډلې یې ۴۰ انځورونو د خبریالې مېرمنې په نندارتون کې د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.

د یادې جشنوارې د غوره انځور جایزه د غوراوي پلاوي په رایه ازادې انځوراخیستونکې الهه ساحل ته ورکړل شوه.

مېرمن ساحل وویل:« د ورته جنشوارو جوړول، انځوراخیستونکو ته لا ډېره انګیزه ورکوي، څو په راتلونکي کې په لا ډېرې انرژۍ د انځور اخیستنې لپاره هڅې وکړي.»

د جشنوارې د دوهم غوره انځور مقام د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده کړيالې شکریې او درېيم مقام بیا د یاد پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده کړيالې روحینا رسول یار خپل کړ.

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رئیسې سهیلا عرفاني په دې مراسمو کې وویل، چې یاده جنشواره او نندارتون د ښځينه خبریالانو د مسلکي فعاليتونو په ښه والي او هڅونه کې اغیزمن دي.

هغې د ښځينه خبریالانو د رسنیز فعالیت پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ وویل، چې باید هڅه وشي، څو په دې برخه کې د ښځو ګډون او ځایکاه لا پراخه شي.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې رئیس آریا رؤفیان هم وویل، چې د ورته جشنوارو او نندارتونونو چوړېدل په هرات کې د ښځينه خبریالانو د فعالیتونو د پرمختګ او ښه والي په برخه کې ګټور دي. 

یاده جشنواره له دموکراسي څخه د ملاتړ ملي صندوق په مالي ملاتړ جوړه شوې ده، د رسنیزو څېړنو او مطالعاتو انستیتیوت تر دې دمه په هرات کې د ښځينه خبریالانو لپاره څو روزنیزې دورې او ژورنالیزم ښځينه زده کړیالانو ته د کار زده کونې دورې برابرې کړي دي.