پر علي یعقوبي د وسله وال برید مسؤولیت طالبانو پر غاړه اخیستی

هرات، ۱۳۹۲ د غویي۳مه

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې د اطلاعاتو پر امر او مژده خصوصي راډیو ویاند علي یعقوبي د وسله وال برید مسؤولیت طالبانو پر غاړه واخیست.

د یادې ډلې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:« علي اصغر یعقوبي له دې امله چې تل به یې د مژده راډیو له لارې اسلام او مجاهدینو (طالبانو) ته سپکاوی کوه، تر برید لاندې راغلی.»

هغه د دوشنبه په ورځ وروسته له غرمې شاؤخوا څلور بجې د هرات ښار د لومړۍ ناحیې په انصاري واټ کې د یو وسله وال بریدګر له لوري چې له یو کس سره پر موټر سایکل سپور و، په ډزو وویشتل شو او ټپي شو.

یاده مرمۍ د نوموړي د سینې چپ اړخ ته لږېدلې او د ډاکتر په وینا، مرمۍ یې په سینه کې بنده پاتې، خو خطر نه جوړوي.

د مژده راډیو یوه مسؤول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د افغانستان د خبریالانو مرکز سره په خبرو کې د طالبانو یادې څرګندونې بې اساسه وبللې.

د هغه په وینا، یعقوبي د «تازیانه» او «اختلاط» په نوم د دوو خپرونو ویاند دی، چې لومړۍ یې د ټولنیزو او سیاسي مسائلو په تړاو نیوکه کوونکي طنزي خپرونه ده او هره پنجشنبه د نیم ساعت لپاره خپرېږي.

د دې سرچینې د معلوماتو له مخې د علي یعقوبي دوهمه خپرونه په نیوکه کوونکي لید لوري ټولنیزې او کلتوري پېښې تر پوښښ لاندې راولي او له شنبه تر چهار شنبه د یو ساعت لپاره خپرېږي.

د مژده راډیو یاد مسؤول ټینګار وکړ، چې له یادو خپرونو څخه په هېڅ یوه کې اسلام او یا ځانګړې ډلې ته سپکاوی نه دی شوی او سربېره پر دې مژده راډیو هره ورځ د قران تلاوت او تفسیر خپروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز یاد برید، چې په خپل سري ډول او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ ترسره شوی، په کلکو ټکو غندي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې په ځانګړي ډول لوېدیځه حوزه کې د بیان پر ازادۍ او ازاد رسنیز فعالیت د طالبانو د یاد اقدام د ناوړه پایلو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي او د ټولو خواوو غواړي، څو د بیان ازادۍ ته چې د ټولو انساني او اسلامي حق دی، درناوی وکړي.