د زده کړیالانو څلور نشریې د «دانشگاه» او «دانشکده» کلمو د کارولو له امله له خپرېدو پاتې شوې

د زده کړیالانو څلور نشریې د «دانشگاه» او «دانشکده» کلمو د کارولو له امله له خپرېدو پاتې شوې

۱۳۹۵ د‌ غویي ۲۰مه

هرات: د افغانستان د خبریالانو مرکز د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي له لوري د «دانشگاه» او «دانشکده» کلمو د کارولو له امله د زده کړیالانو د څلورو نشریو له خپرولو څخه د مخنیوي اقدام د اساسي قانون او رسنیزو قوانینو خلاف بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

په هرات پوهنتون کې یوې سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د یاد پوهنتون د ليکدړې له لګولو سره، چې په پښتو، فارسي او انګلیسي چمتو شوې وه، د سیمه‌ییزو چارواکو له مخالفت وروسته، د پګاه، پاپیروس، هد هد او روشنګر اونېزې د ورته ستونزې له امله په پوهنتون کې له فعالیت محرومې شوي دي.

د یادو نشریو مسؤولینو ویلي، چې:« د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي رئیس نعمت الله سروري هغوی ته ویلي، چې یادې نشریې د پښتو پوهنتون او پوهنځي اصطلاحاتو پر شتون سربېره د دانشگاه او دانکشده اصطلاحاتو د کارولو له امله تر بلې خبرتيا د خپرېدو حق نه لري.»

هغوی وایي، چې د یاد پوهنځي رئیس یاد‌ اقدام د پوهنتون د ریاست له مکتوب وروسته پلي کړی دی.

ټاکل شوې وه دا څلور نشریې، چې یوه یې لس کاله او نورې دوه کاله د فعالیت سابقه لري، د تېر په څېر د روانې اونۍ په شنبه ورځ چاپ او خپرې شي.

نعمت الله سروري د یادو نشریو د فعالیت د ودرېدو د تایید ترڅنګ ویلي، چې 

هغوی د ښوونکو د شورا د نظر خلاف داسې اصطلاحات کارولي، چې «ملي یووالي» ته زیان رسوي.

د هغه په وینا، د زده کړیالانو نشريه د هغو مسائلو د خپرولو اجازه نه لري، چې د اختلاف لامل کېږي.

سره له دې، یاده کړنلاره په ښکاره جوتوي، چې د هرات پوهنتون چارواکي د اساسي قانون او د ټولیزو رسنیو قانون خلاف عمل کړی دی. د اساسي قانون په ۳۴مه ماده کې راغلي:« د بیان ازادي له تعرض خوندي ده. هر افغان حق لري، چې خپل فکر د وینا، لیکنې، انځور او یا نورو وسایلو له لارې د دې قانون له حکمونو سره سم اظهار یا ښکاره کړي. هر افغان حق لري چې د یاد قانون له حکمونو سره سم، دولتي چارواکو ته له مخکنۍ خبرتیا پرته، د مطالبو پر چاپ او خپراوي لاس پورې کړي.»

د ټولیزو رسنیو په څلورمه ماده کې داسې ویل شوي:« هر شخص د فکر او بيان ازادي حق لري. د دولتي چارواکو له خوا د لاسوهنې او محدودیت پرته د قانون د حکمونو په حدودو کې د معلوماتو، اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دي، په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، وېشلو او ترلاسه کولو ازاد فعالیت هم شاملېږي.»

د دې مادې په دوهم بند کې راغلي: « دولت د ټولیزو رسنیو د وسایلو د ازادۍ ملاتړ پیاوړتیا او ضمانت کوي، د دولتي ادارو په ګډون هېڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولای د خبري یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم، سانسور او یا محدود کړي او یا په بل ډول د ټولیزو رسنیو په خپرونو او معلوماتي چارو کې لاسوهنه وکړي، خو د دغه قانون له حکمونو سره سم.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو نشریو په سانسور او مخنیوي کې د هرات پوهنتون د چارواکو اقدام د نافذه قوانینو په پام کې نیولو سره د مستقیم سانسور او د هېواد اساسي قانون او ټولیزو رسنیو قانون خلاف کړنه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.

یاد بنسټ د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي څو د دې کړنې له ترسره کوونکو څخه د قانوني څېړنې سربېره هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي، چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم د هېواد هر وګړی حق لري، څو په هره هغه ژبه چې خبرې کوي، وغږېږي او لیکنه وکړي، له همدې امله باید د هېواد د هرې ژبې د کارولو په تړاو په ځانګړي ډول پښتو او فارسي چې رسمي ژبې دي، اجبار شتون ونه لري.