ښاغلي رئیس؛
یوه اوونۍ وړاندې مو په یوه رسمي لیک کې تاسو ته ولیکل، چې په غرب حوزه کې د افغانستان نوموتي خبریال فاروق فيضي د خپلې صعب العلاج بیمارۍ د درملنې لپاره خپله ټوله پانګه او هرڅه له لاسه ورکړي دي، خو یواځې دا نه چې نه دی ښه شوی بلکې روغتيایي وضعیت یې نور هم خراب شوی دی.
د دې لیک له لیکلو وړاندې مو ستاسو د دفتر یو لوړ پوړي کارکوونکي سره اړیکه ونیوله او ومو ویل، چې د جمهور رئیس په هدایت او د عامې روغتیا وزارت په مرسته ترکیې هېواد ته د یاد خبریال د لېږدولو لاره هواره شوې ده، خو نه شي کولای د خپل ځان او ورسره مل کس د تګ راتګ لګښتونه تأمین کړي او حتی د درملو د اخیستلو توان هم نه لري. ستاسو له دفتر څخه پیغام راورسېد، چې یو لیک ولیکئ او موضوع رسمي بیان کړئ؛ ښاغلي اجرائیه رئیس د مرستې ژمنه وکړه.
خو په داسې حال کې، چې د جناب عالی دفتر ته د یاد لیک له لېږلو یوه اوونۍ کېږي او د یاد خبریال وضعیت په خرابېدو دی، ستاسو له لوري هېڅ ځواب راونه رسېد.
له ستاسو څخه غوښتنه کوو، چې هیله کوو په - کړې ژمنو- عمل وکړئ او یا لږ تر لږه ژر ځواب ورکړئ او د یو شريف او نجیب انسان غږ ته؛ د هغه خبریال غږ ته چې د خپل ژوند غوره کالونه یې په اخلاص او پاک نیت اطلاع رسونې او د مسؤولینو تر غوږونو د خلکو غږ رسولو کې تېر کړي، درناوی وکړئ.
په یاد ولرئ، موږ به دا ترخې شېبې هېرې نه کړو.
په درنښت
د افغانستان د خبریالانو مرکز
د چنګاښ ۵مه

