سه شنبه ۱۳۸۹ د وږي ۱۵مه
په هانګ کانګ کې د «سوپا» ټولنې د نيوزويک مجلې خبريال سمیع یوسفزي په ټاکلو سره هغه د ۲۰۱۰ کال له دوو غوره څېړنیزو خبریالانو په توګه معرفي کړ.
ښاغلي يوسفزي دا جایزه د طالبانو په تړاو د « طالبان از زبان خودشان» راپور له امله ترلاسه کړې ده.
په روان زېږډیز کال کې د یادې ټولنې د بېلابېلو جایزو ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه ۵۶۴ تنه نوماند شوي وو.
سوپا ټولنه په اسیا لویه وچه کې د سیمهییزو او نړیوالو خپرونکو څخه ډ ملاتړ او ودې په برخه کې د یوه خپلواکه بنسټ په توګه په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې د چین هېواد په هانګ کانګ ښار کې تاسیس شو.

