۱۳۹۴ د کب ۲۷
کابل – د آریانا نیوز خبریالې معروفې ذکي په کابل کې د امبولانس د چوپړونو په اړه د خپل راپور له امله د غوراوي پلاوي د رایو پر مټ وتوانېده، څو د "د افغانستان د کال خبریالې" لقب ترلاسه کړي.
آغلې ذکي په خپل راپور کې د «کابل امبولانس» د چوپړونو څرنګوالی بیان کړی او هغه ستونزې او ننګونې یې هم روښانه کړي چې په پلازمېنې کابل کې د امبولانس د څخه د ګټې اخیستې فرهنګ د دودولو پر وړاندې شتون لري.
سږکال په دې سیالۍ کې له بېلابېلو رسنیو او خپلواکو خبریالانو څخه لسګونه راپورونه نوماند شوي وو، چې له ډلې یې لسو راپورونو نیمه پایلوبې ته لار وموندله:
۱- له کليد راډیو څخه، د ښځو د امن خونو په اړه د فرشتې فیضي راپور
۲- له پژواک څخه، د افغانستان او ایران ترمنځ د پولي امنیتي مسایلو په اړه د ستوری کریمي راپور
۳- له هشت صبح ورځپاڼې څخه، د هرات ولایت په معارف کې د مالي فساد په اړه د وحید پیمان راپور
۴- له طلوع نیوز څخه، د کندز جګړې په اړه د کریم امیني راپور
۵- له ماندګار ورځپاڼې څخه، تهران کې کتابونو نندارتون ته د افغان خپرونکو د کتابونو له استولو څخه د مخنیوي په اړه د محمد هارون مجیدي راپور
۶- له آریانا نیوز څخه، د کابل امبولانس په اړه د معروفه ذکي راپور
۷- له طلوع نیوز څخه، اروپا ته د افغانانو د مهاجرت د زیاتوالي په اړه د انیسې شهید راپور
۸- له ازادي راډيو څخه، په پروان او کاپیسا ولایتونو کې د رایو د پیر او پلور په اړه د احمد هنایش راپور
۹- له مرسل مجلې څخه، په کابل کې د سوالګرو نجونو په اړه د امینې مایار راپور
۱۰- له خورشید تلویزیون څخه، په سروبي کې د یاقوتو د غیرقانوني کیندنې په اړه د شیرشاه نوابي راپور
په پای کې، د غوراوي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ د معروفې ذکي راپور د دې سیالۍ لپاره د ټاکل شوي معیارونو او شرایطو په ځانګړې توګه غوره سوژی او روښانتیا سره د ډېر سمون له امله د ۱۳۹۴ کال د افغانستان د کال خبريالې په توګه وپیژندل شوه.
د افغانستان د کال خبرياله د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۷مه نېټه، کابل کې د خبریال ملي ورځې په مناسبت ستره غونډه کې د ځانګړي نښان او ۱۵۰۰ امریکایي ډالرو نغدي جایزې په ورکړې وستایل شوه.
دغه سیالۍ درې کاله وړاندې پیل شوې، چې په لومړي کال کې یې له بي بي سي څخه ملیار صادق آزاد او په دویم کال کې یې له هشت صبح ورځپاڼې څخه وحید پیمان د افغانستان د کال خبریال لقبونه ترلاسه کړ.

