د هشت صبح ورځپاڼې خبريال مختار وفایي د افغانستان د کال خبريال اعلان شو

د هشت صبح ورځپاڼې خبريال مختار وفایي د افغانستان د کال خبريال اعلان شو

۱۳۹۵ د کب ۲۷

کابل - د هشت‌ صبح ورځپاڼې خبريال مختار وفايي د پخوانیو لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري د دولتي وسایطو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه راپور او د غوراوي پلاوي د رايو پرمټ "د افغانستان د کال خبريال" وټاکل شو.

وفايي په دې راپور کې هغه سیاسي څېرې او اشخاص چې د دولت په جوړښت کې کوم رسمي مقام نه لري، خو بیا هم له زغروال یا لوړ ماډل دولتي موټرو څخه ګټه پورته کوي، افشا کړي دي.

په سږنۍ سیالۍ کې له کابل او ولایتونو څخه د ۵۰ رسنیو د خبریالانو ترڅنګ ازادو خبریالان هم نوماند شوي وو، چې له ډلې یې لاندې ۱۰ رسنیز راپورونه نیمه پایلوبې ته ورسېدل:

۱-  د «په ۱۳ کلونو کې د افغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه» څېړنيز راپور، د افغانستان د آزادۍ کور، خبریالان: علي آقا مزیدي او نوروز رجا

۲-  د طلوع نیوز «پرس و پال» سیاسي خپرونه، کوربه: حارث جمال زاده

۳) هغه انځور چې په اور کې یو تن ایسار شوی کس د ځان ژغورلو لپاره له ودانۍ ځان غورځوي خو ژوند له لاسه ورکوي. انځور اخیستونکی: احمد فیاض-پژواک خبري اژانس 

۴-  د فرخندې د وژنې قضیې د پرمختګ څرنګوالي په اړه څېړنیز راپور.

پیک څېړنیز بنسټ، خبریاله: سجیه سعادت

۵- په کابل کې د یوې روږدي کورنۍ د وضعیت په اړه راپور، شمشاد تلویزیون، خبریاله: حسیبه اتکپال

۶- محور سیاسي خپرونه، طلوع نیوز، کوربه: مسلم شیرزاد

۷-  د زغروالو موټرو د وارداتو او ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه څېړنیز راپور، کلید راډیو، خبریال: علي آرش

۸- د پخوانیو دولتي چارواکو له خوا د دولتي وسایطو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه څېړنیز راپور، هشت صبح ورځپاڼه خبریال: مختار وفايي

۹-  د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپور، یک تلویزیون، خبریال: فیصل نوید

۱۰-  کندهار کې د طالبانو په برید کې د درېیو سرتېرو وروڼو د وژل کېدو په اړه راپور، طلوع نیوز، خبریال: میرعابد جوینده

په پای کې، د غوراوي پلاوي د پرېکړې پر بنسټ د مختار وفايي راپور د غوره موضوع، د حقیقت روښانه کولو او د دې سیالۍ لپاره د ټاکل شوي معیارونو په ځانګړې توګه غوره سوژی او روښانتیا سره د ډېر سمون له امله د ۱۳۹۵ کال د افغانستان د کال خبريال په توګه وپیژندل شو.

د افغانستان د کال خبريال د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۷مه نېټه، کابل کې د خبریال ملي ورځې په مناسبت ستره غونډه کې د ځانګړي نښان او ۱۲۰۰ ډالرو نغدي جایزې په ورکړې وستایل شو.

دغه سیالي څلور کاله وړاندې پیل شوې وه. تر دې وړاندې د بي بي سي خبریال ملیار صادق آزاد، د هشت‌صبح ورځپاڼې خبریال وحید پیمان او د آریانا تلویزیون خبریالې معروفې ذکي د افغانستان د کال خبريالانو جایزې ګټلي دي.