د بي بي سي فارسي څانګې خبریال ملیار صادق آزاد د افغانستان د کال خبریال اعلان شو

د بي بي سي فارسي څانګې خبریال ملیار صادق آزاد د افغانستان د کال خبریال اعلان شو

۱۳۹۲ د کب ۲۷

کابل – په کابل کې د دې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور جلال نوراني، د خبري بنسټونو یو شمېر مسؤولینو، د رسنیو مسؤولینو، د ملي شورا غړو او خبریالانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتو وزارت مشاور جلال نوراني، د بیان آزادۍ او په هېواد کې د خبریالۍ د آزاد فعالیت ملاتړ په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزیر پیغام ولوست او د «د خبریال ورځې» په توګه د دې ورځې د نومولو هرکلی یې وکړ.

هغه وویل: «موږ د خبریال د ورځې په توګه د کب د ۲۷مې د نومولو ملاتړ کوو او خپلې ټولې هڅې به وکړو، څو دا ورځ د ملي تقویم برخه شي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي وویل، چې د کب ۲۷مه د ولس واکۍ په دودولو کې د خبریالانو د ارزښتناکې ونډې او نه ستړې کېدونکو هڅو د درناوي لپاره د دې مرکز په ابتکار د خبریال د ورځې په نوم ونومول شوه او دا لومړی ځل دی چې نمانځل کېږي.

د هغه په وینا، د بیان ازادي، د آزادو خبري رسنیو جوړېدل او پراختیا د افغانستان د ځوانې ډیموکراسۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه دي، خبریالانو سره له دې چې له ګواښونو، فشارونو، تاوتریخوالي، فزیکي او رواني زیانونو سره مخ دي، بیا هم د هېواد په کچه د پېښو او موضوعاتو په انعکاس کې له خپلو هڅو نه دي ستړي شوي او ځینو رسنیو په دې لاره کې خپل ګڼ شمېر همکاران له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۴۲ خبریالان، لیکوالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې له دې ډلې ۲۵ تنه په قصدي ډول او ۱۸ تنه د چاودنو یا جګړو پر مهال وژل شوي دي.

له وژل شویو خبریالانو څخه ۱۶ تنه افغان وګړي وو، همداراز، په یاده موده کې دوه آزاد خبریالان چې د افغانستان وګړي وو په پاکستان کې په نښه شوي او وژل شوي دي. سربېره پر دې د فزیکي تاوتریخوالي، ټپي کېدو، نیولو، ګواښ او سپکاوي سلګونه پېښې ثبت شوي دي.

قریشي وویل: « دې حالت او د ټولو خبریالانو د درناوي په پام کې نیولو سره د خبریالانو مرکز اجرائیوي پلاوي د رایو په اتفاق پرېکړه وکړه، څو د کب ۲۷ – چې یوه سپینه او بې له کوم مناسبته ورځ ده – د خبریال د ورځې په توګه ونومول شي، چې له نیکه مرغه له پراخ هرکلي سره مخ شوه.»

هغه زیاته کړه، چې له دې وروسته، رسنۍ او خبري ادارې کولای شي د هجري لمریز کال په پای کې خپل کلني راپورونه وړاندې کړي، د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د ستاینې لپاره برنامې جوړې کړي او خبریالان هم باید دا ورځ ونمانځي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس همداراز د خبریالانو او رسنیو د نورو ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد مهم او تاریخي ټاکنې نږدي کېږې او د بهرنيو ځواکونو د وتلو پروسه هم دوام لري ښايي د ناامنيو په زیاتېدو د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه هم ډېر شي.

د هغه په وینا، دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې لا هم پر خبریالانو تاوتریخوالی زیات دی. یوازې په روان کال کې پنځه خبریالان وژل شوي او د فزیکي تاوتریخوالي، ټپي کېدو، نیولو، ګواښ او سپکاوي لږ تر لږه ۷۰ پېښې ثبت شوي دي.

قریشي زیاته کړه، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز له افغان حکومت څخه غواړي چې د معلوماتو ته د لاسرسي قانون بې برخلیکي چې د دوو کلونو راهیسې په دولتي ادارو کې لاس په لاس کېږي، پای ته ورسوي او د ټولنیزو رسنیو د قانون په اړه د خبریالانو غوښتنو ته چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بې پامۍ له امله یې پلي کېدل ټکني شوي، رسېدنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس همداراز د خبریالانو د ګمارنې مقررې پر نه تصویب چې په کې د خبریالانو او ګمارونګو بنسټونو حقونه شامل دي، نېوکه وکړه او دې موضوع ته یې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په پای کې د جایزو د وېش په برخه کې د نوماندانو ټاکلو لپاره د ۱۸ تنه افغان خبریالانو او د رسنیو د تجربه لرونکو فعالانو څخه جوړ شوي غوراوي پلاوي د رایو له مخې د "د افغانستان د کال خبریال" او "د یوه عمر د خبریالۍ لاسته راوړنې" جایزو نوماندان وټاکل شول.

د یاد پلاوي د رایو له مخې د بي بي سي خبریال ملیار صادق ازاد، د افراطی افکارو او تورو جامو لرونکي نجونې راپور له امله د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله او د نی مؤسسې د رسنیو د څار مسؤول صدیق الله توحیدي د د یوه عمر خبریالۍ لاسته راوړنې جایزه ترلاسه کړه.

په پای کې د صافي هوايي شرکت چې د خبریال د ورځې په پار جوړو شویو مراسمو ملاتړی و، ملیار صادق آزاد ته دوه دوبۍ او نوې دهلي د تګ راتګ ټکټونه او صدیق الله توحیدي ته یو د دهلي د تګ راتګ ټکټ ډالۍ کړ.