د ۱۴۰۲ کال د افغانستان د کال خبریال جایزې ګټونکي اعلان شول

د ۱۴۰۲ کال د افغانستان د کال خبریال جایزې ګټونکي اعلان شول

۱۴۰۳ وری ۱۸

بروکسل، کابل، اسلام اباد- د افغانستان دخبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د  یوولسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل. د دې سیالۍ د غوراوي کمیټې د پایلې د اعلان له مخې په کابل او فراه کې د طلوع نیوز خبریالان میترا مجیدي، فرید الله محمدي او نصیر احمد صالحي د رخشانه خپرونې خبریال محمد طاهر احمدي او د هشت صبح ورځپانې خبریال محمد امین کاوه د ډیرو نمبرو په ترلاسه کولو په ګډه د ۱۴۰۲ کال د افغانستان د خبریال جایزه وګټله.

 د جایزې د ورکړې مراسم د جمعه د وري په ۱۷ مه، د بروکسل په وخت د مازیګر له ۵:۰۰ تر ۶:۳۰ او د کابل په وخت د ماښام له ۷:۳۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په انلاين او حضوري ډول ترسره شول. د بروکسل په مراسمو کې ځینو افغان خبریالانو او د یو شمېر رسنیو او خبریالانو د ملاتړو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و. په دې مراسمو کې له افغانستان او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لسګونو خبریالانو او د خبریالۍ او د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو استازو په انلاين یا مجازي ډول برخه اخيستې وه.

د افغانستان د کال خبریال د یولسمې دورې غوراوي کمیټې په استازولۍ فیصل کريمي وویل چې سږ کال د رسنیو او خبریالانو د پام وړ کمښت او په هېواد کې شته محدودیتونو سره – سره د افغانستان د کال غوره خبریال جایزې ترلاسه کولو لپاره له ۵۰ ډېرو ملي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو او همدارنګه د افغانستان اړوند ځانګړو نړیوالو رسنیو راپورونه او خپل رسنیز کارونه نوماند کړي وو.

کريمي وويل چې د داورانو هیئت د ارزونې د پايلو له مخې، په کابل کې د کارګرو ماشومانو په اړه د طلوع نيوز د خبریالې ميترا مجيدي راپور، د طالبانو له دفاع وزير ملا محمد يعقوب سره د طلوع ټلوېزيون د ویاند فريدالله محمدي ځانګړې مرکه، د اوبو د کمښت بحران او فراه ولایت کې د اقلیمي بدلون پایلو په اړه د طلوع نيوز د خبریال  نصير احمد صالحي راپور، په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د رخشانه انلاین خپرونې د خبریال طاهر احمدي راپور او د عزیزي بانک د خاوند او یوه ښاري کیسې په اړه د هشت صبح ورځپاڼې د خبریال محمد امین کاوه څېړنیز راپور ډیرې نمرې ترلاسه کړې دي.

د کريمي په وينا، د ارزونکي هیئت د پرېکړې پر بنسټ دغه پنځه خبريالان په ګډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د افغانستان د کال خبريال د جايزې ګټونکي غوره شول. 

د مراسمو پر مهال د جایزې ګټونکو له ډلې درې تنه چې په افغانستان کې دي له کابل او فراه څخه او دوه نورو ګټونکو چې په پاکستان کې د مهاجرینو په توګه ژوند کوي، له اسلام آباد څخه د خپلو راپورونو او رسنیزکار ترڅنګ د خپلو کاري ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان دخبريالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قريشي د سږني کال د جايزې د ګټونکو له معرفي کولو او ستاينې  مخکې، په هېواد کې د بيان د ازادۍ د حالت په اړه د افغانستان د خبريالانو د مرکز د ۱۴۰۲ کال موندنې وړاندې کړې.

په اروپايي ټولنه او بلجیم هېواد کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي، د څانګې راډیو مسوول مدیر اغا شیرمنار له کندهار او د رخشانې انلاین خپرونې مسوولې زهرا جویا له لندن، د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي سازمان یونیسکو (UNESCO)، استازی انتونیو ایسر روپرتی، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې(CPJ) رئیس جودي ګینسبرګ او د قانون او دیموکراسۍ مرکز اجرائیه رئیس (Centre for Law and Democracy) په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ حالت په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د کال خبریال جایزې بنسټ په ۱۳۹۲ لمریز کال د خبریال د ملي ورځې په توګه د کب ۲۷ نیټې له نومولو سره په یو وخت پېل شو او له هماغه کال راهیسې په پرلپسې ډول دا جایزه ورکول کېږي.

په تېرو ۱۰ کلونو کې، د بېلا بېلو رسنیو له ډلې د افغانستان بي بي سي، اریانا نیوز تلویزیون، هشت صبح ورځ پاڼې، اطلاعات روز ورځپاڼې، طلوع نیوز، فرانسې خبري اژانس، پژواک خبري اژانس، د څيړنيز ژورنالیزم مرکز، د افغانستان اینټرنیشنل تلویزیون او کلید راډیو ۱۷ خبریالانو دا جایزې ترلاسه کړې دي. په تېره یوه لسیزه کې د دې معتبرې کلنۍ جایزې په ګټونکو کې، پنځه میرمنې شاملې هم وې.