یو افغان خبریال ته د نړۍ د غوره څېړنیز خبریال جایزې ورکړه

سه شنبه ۱۳۸۹ د وږي ۱۵مه

په هانګ کانګ کې د «سوپا» ټولنې د نيوزويک مجلې خبريال سمیع یوسفزي په ټاکلو سره هغه د ۲۰۱۰ کال له دوو غوره څېړنیزو خبریالانو په توګه معرفي کړ.

ښاغلي يوسفزي دا جایزه د طالبانو په تړاو د « طالبان از زبان خودشان» راپور له امله ترلاسه کړې ده.

په روان زېږډیز کال کې د یادې ټولنې د بېلابېلو جایزو ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه ۵۶۴ تنه نوماند شوي وو.

سوپا ټولنه په اسیا لویه وچه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو خپرونکو څخه ډ ملاتړ او ودې په برخه کې د یوه خپلواکه بنسټ په توګه په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې د چین هېواد په هانګ کانګ ښار کې تاسیس شو.