فساد سره د مبارزې نړیواله جایزه ذکي دریابي او د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ورکړل شوه

۱۳۹۹ قوس ۱۲ مه

د روڼتیا نړیوال سازمان له افغانستانه ذکي دریابي او د اطلاعات روز وځپاڼه او د قزاقستان د ملي هنرستان د مالي او اقتصادي چارو پخوانی مرستیال کوپبایوا ۲۰۲۰ کال کې فساد سره مبارزې ګټونکي اعلان کړل.

د اطلاعات وروز ورځپاڼې د راپور په اساس د دې جایزې وروستي ګټوونکي نن فساد سره د مبارز په نولسم دور نړیوال کنفرانس کې معرفي شو. د روان کال لړم میاشت کې دې جایزې ته د نوماندانو وروستی نوملړ خپور کړی و چې ذکي دریابي او د اطلاعات روز ورځپانه پکې شامله وه.

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي دې جایزې لپاره سږ کال ۲۲۸ کسانو او بنسټونو نوم لیکنه کړې وه. دا جایزه د هغه کسانو او بنسټونو د زړه ورتیا او هڅو د رسمیت پېژندلو په موخه هر کال هغه اشخاصو ته ورکول کیږي چې له فساده پاکې نړۍ لپاره مبارزه کوي.

فساد سره د مبارزې جایزه په ۲۰۰۰ کال« د روڼتیا جایزې» په نوم پېل شوه او په ۲۰۱۶ کال کې «فساد سره د مبارزې جایزې» ته بدلون وکړ.

د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې په افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو او د وینا ازادۍ کړکېچن حالت کې د حکومتي فساد په ننګولو کې کې رغنده رول لرلی دی.

دې سازمان ویلي:« " 'اطلاعات روز' له اقتصادي ستونزو سره سره د هیلو یوه کړکۍ پرانیستې او د فساد د څېړلو، بربنډولو او ستونزو سره مخ کولو په برخه کې د مېړانې، سرښندنې او پیاوړي هوډ د رڼا پیغام لېږدوي.»

د روڼتیا نړیوال سازمان د بوتاکوز کوپبایوا په اړه هم ویلي هغې دا وښودله چې په یوې بشپړې استبدادي او ځپونکې فضا کې هم له فساد سره مبارزه ممکنه ده.

د نړیوالې روڼتیا سازما ویلي دي؛ " هغه[ بوتاکوز کوپبایوا] حتی د ګواښونو، تاوتریخوالي او د دندې له لاسه ورکولو له خطر سره هم خپلو ارزښتونو او اصولو ته ژمن پاتې شو. د فساد بربنډولو لپاره د ده کړنې د لوړپوړو او چارواکیو د استعفا لامل شوې."

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي د دې جایزې ګټونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:«د هغه ناسمو حالاتو او ګواښوونو سره چې ښاغلی دریابي او همکاران یې ورسره مخ وو، د څېړنیزو راپورونو په خپرولو سره د مفسدو چارواکو او فساد ښکاره کولو او په ټوله کې په افغانستان کې د فساد سره د مبارې برخه کې مهم رول لرلی دی.»

هغه زیاته کړه:« یواځې فساد سره د مبارزې نړیوالې جایزې ترلاسه کول ښاغلي دریابي او په اطلاعات روز ورځپاڼه کې دهغه زیارکښو همکارانو ته یوه بریا نه ده؛ بلکي په یوه بڼه په نړیواله کچه د افغانستان د نوې څېړنیزې خبریالۍ پېژندنه ده چې باید په جدي توګه یې ملاتړ وشي.»

د اطلاعات روز په راپور کې راغلي دي چې د ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې او بوتاکوز کوپبایوا سره په څنګ کې اناکومز له پرتګال او بولورتویاچولوون باتور له مغولستان څخه د روڼتیا نړیوال سازمان د فساد سره د مبارزې جایزې لپاره وروستي نوماندان و.

دې سازمان ویلي چې اناګومز "غواړي د عدالت او حساب ورکونې اصل له لنډمهاله ډیپلوماټیکو سرچینو څخه لوړې کړي.

د نړیوالې روڼتیا سازمان د مغولستاني ورځپاڼه لیکونکي بولورتویا چولوون باتور په اړه هم ویلي: "بولورتیا چولوون باتور د خپلو فعالیتونو د ورځپاڼې لیکنې له لارې د لوړ پوړو چارواکو د ځواب ویلو لپاره د هڅو روان ځواک و. د ده کارونو د خلکو تر منځ لوی غبرګونونه راپارولي دي.