۱۴۰۴ د غویي ۱۰
میمنه، نیلي – په فاریاب او دایکنډي ولایتونو د حاکم نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارې د یوه حکم په صادرولو سره په یادو ولایتونو کې د ساه لرونکي (ژونديو موجوداتو) د انځورونو اخیستل او خپرول منع کړل. د دې حکم په صادرېدو سره د هغو ولایتونو شمېر ۱۷ ته ورسېد، چې په رسمي توګه دا بندیز اعلان او پلو کوي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د هېواد نیمو ولایتونو ته د دې بندیز د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا اقدام به د خبر رسونې، بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو لاسرسي بهیر سخت اغېزمن کړي.
د فاریاب ولایت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې د سهشنبې په ورځ ( د غویي ۹مه)، د دې ادارې رئیس مولوي محمد صادق ثاقب د حاکم نظام د والي عبدالاحد فضلي په دفتر کې د یوې ناستې په ترڅ کې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون په ځانګړې توګه د یاد قانون د ۱۷مې مادې د پلي کېدو په اړه چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کوي، ابلاغ کړه. په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې چې د فاریاب ولایت یو شمېر ځایي مسؤولینو هم شتون درلود د یاد ولایت والي عبدالاحد فضلي امر کړی چې دا قانون باید سمدستي، دقیق او په هر اړخیزه توګه پلي شي او د پلي کېدو د څرنګوالي لپاره دې کمیټې جوړې شي.
ورته مهال د دایکندي ولایت د امر بالمعروف ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی کارکوونکي په دې ولایت کې د رسنیو دفترونو ته ورغلي او له هغوی یې غوښتي چې د ژونديو موجوداتو د انځورونو له خپرولو ډډه وکړي.
په فاریاب کې یو سیمهییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې په فاریاب کې دا بندیز پلي شوی او محلي خبریالان اړ دي چې دا رعایت یې کړي. همداراز دایکندي کې یو بل خبریال وویل، چې د دې تازه بندیز په پلي کېدو به د خبر رسونې ساحه لا نوره هم محدوده شي. د امر بالمعروف ادارې د دې حکم له مخې، د محلي چارواکو او رسنیو اطلاع رسونه یوازې په غږیز یا لیکلي ډول چې د ژونديو موجوداتو انځور ونه لري، جواز لري.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښيي چې د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې امر بالمعروف قانون له خپرېدو وروسته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په لږ تر لږه ۱۷ ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شوی دی. له دې وړاندې دا (د ژوندیو موجوداتو پر خپرولو) بندیز په قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز او بامیان ولایتونو کې اعلان شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د فاریاب ولایت ته د دې بندیز د غځېدو له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه د بیان له آزادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي له حق او د افغانستان د ټولنیزو رسنیو قانون سره چې د واکمنې ادارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم د پلي کېدو وړ بللی، په ټکر کې دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز باور لري چې د حاکم نظام له لوري پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، د خبر رسونې بهیر سخت اغېزمن کړی او سربېره پر دې، د ډېرو رسنیو د بندېدو او د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د پراخې بېکارۍ سبب ګرځي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کندهار کې د طالبانو له پرېکړه کوونکو چارواکو او د حاکمې ادارې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت له مسؤولینو څخه غواړي چې د ساه لرونکي انځورونو پر خپرولو بندیز په اړه له سره غور وکړي او د هغو نورو رسنیزو کړنلارو په لغو کولو چې په تېرو درېیو کلونو کې د ټولنیزو رسنیو قانون خلاف صادرې او پلي شوې دي، د رسنیو د آزاده او پرته له وېرې فعالیت لپاره زمینه برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

