د طالبانو له لوري د جاپاني خبریال خوشې کېدل

یک شنبه، ۱۳۸۹ د وږي ۱۴مه

جاپاني ازاد خبریال «کزوکه تسونئوکا» له څه باندې ۵ میاشتو تېرېدو وروسته د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په يوې لرې پرتې سیمه کې د طالبانو له بند څخه ازاد شو.

د جاپان دولت هم د سږ کال د وري په ۱۱مه د هېواد په شمال کې د تسونئوکا ورکېدل تایید کړل او په هماغه وخت کې افغان امنیتي سرچینو وویل، چې نوموړی د بغلان-کندز په لاره کې د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوی دی.

د یاد خبر له خوشې ( شنبه د وږي ۱۳مه له غرمې وروسته) د نوموړي د وضعیت په تړاو هېڅ معلومات نه وو خپاره شوي، خو د کندوز والي محمد عمر وایي، تسونئوکا د طالبانو له لوري تښتول شوی و او یادې ډلې د هغه د خوشې کولو په بدل د جاپان له سفارت څخه د پیسو غوښتنه کړې وه.

هغه په دې تړاو د ډېرو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه خو ویې ویل، چې د خوشې کېدو د ښاغلی کزوکه روغتیایي وضعیت پر مهال ښه و.

د کندوز والي ټينګار وکړ، چې د جاپان سفارت د امنیتي ځواکونو په همکارۍ د یاد خبریال د خوشې کېدو لپاره کار کاوه.

د جاپان « جي جي» خبري اژانس ویلي، چې ښاغلی تسونئوکا اوس مهال په کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې تر مراقبت لاندې دی.

طالبانو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو جاپاني رسنیو په یاد هېواد کې په دولت کې د ځينو سرچينو له قوله ویلي، چې طالبانو د تسونئوکا د خوشې کولو په بدل کې د سلګونو زرو ډالرو غوښتنه درلودله.

تسونئوکا په جنګ ځپلو سیمو لکه چچن، عراق او افغانستان کې کاري سابقه لري او ۹ کاله وړاندې په ګرجستان کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو، چې وروسته بيا د ګرجي پوځي ځواکونو په عملیاتو کې ازاد شو.

په تېر یو کال کې د هېواد په ختيځ او شمال کې نهه تنه خبریالان او د رسنیو همکاران تښتول شوي دي.

په ډېرو مواردو کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د تښتوونکو ډلو له ځينو شرایطو سره لکه د بندیانو خوشې کول او يا هم د پیسو ترلاسه کولو سره مل وي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې د تښتوونکې ډلې څومره غوښتنې منل شوي دي، خو په څو پېښو کې خبریالان او رسنیز همکاران د ښکېلو اړخونو د سیاستونو قرباني شوي دي.

تېر کال د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې افغان خبریال سلطان محمد منادي په کندوز ولایت کې له تښتول کېدو وروسته د ناټو ځواکونو د ژغورنې عملیاتو پر مهال ووژل شو.

له دې وړاندې د يوې کاناډايي تلویزیوني شبکې خبریال جاوید یازمي، د امریکایانو له بند څخه له خوشې کېدو وروسته د ناپېژانده وسله والو له لوري په کندهار کې ووژل شو، یو بل رسنیز همکار او افغان خبریال اجمل نقشبندي هم په هلمند کې د طالبانو له لوري ووژل شو.