په مزار شریف کې د رسنیو او نړیوالو بنسټونو د کنفرانس پای 

په مزار شریف کې د رسنیو او نړیوالو بنسټونو د کنفرانس پای 

دوشنبه، ۱۳۸۹ د زمري ۱۸مه

په شمالي ولایتونو کې د رسنیو او نړیوالو بنسټونو دوه ورځني کنفرانس د رسنیز کار او په دې برخه کې د شته ننګونو په څېړلو او له ستونزو څخه د بهر کېډلو پر لارو چارو د بحث ترڅنګ خپل کار پای ته ورسوه.

دا ناسته د « گفت و شنید برای درک بهتر و گزارش دهی بهتر» تر سرلیک لاندې 

د شمال حوزې د خبریالانو په شتون کې د آلمان د « فدریشن ایبرت» بنسټ له خوا په مزار شریف ښار کې جوړه شوې وه.

د دې ناستې یو ګډون وال او په مزار شريف کې ازاد خبریال قیوم بابک د افغانستان د خبریالانو مرکز سره په خبرو کې په شمال کې د خبريالۍ د کار وضعیت «پیچلی» او « تر فشار لاندې» توصیف کړ.

هغه وویل، چې اوس هم «جنګ سالاران» او «د فشار ډلې» په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ کې واک لري او د دې وضعيت دوام د دې لامل شوی، څو خبریالان ځان سانسوري وکړي او ونه توانېږي په هغه ډول چې په کار ده په خپله دنده عمل وکړي.

بابک همداراز په راپور کې اړینو معلوماتو ته د خبریالانو لاسرسی سخت وباله او زیاته یې کړه، چې سره له دې چې د هېواد د قوانینو سره سم اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی په رسمیت پېژندل شوی خو دولتي مسؤولین په دې برخه کې په سمه توګه همکاري نه کوي.

د مزار شريف د ناستې په پایله کې، ګډون والو د نړیوالې ټولنې له استازو وغوښتل څو د افغانستان له دولت سره په خبرو کې په شمالي ولایتونو کې د خبريالۍ او رسنیز کار لپاره د فضا ښه والي لپاره لاره هواره کړي.