رابعه بلخي راډیو په اور کې وسوځېده؛ دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

۱۴۰۰ د مرغومې ۲۵مه

مزار شريف: تېره شپه په مزار شریف کې د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اور لګېدنې په پایله ک د یادې راډیو تجهیزات په بشپړه توګه وسوځېدل او دوه ماشومانو هم د یادې پېښې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا اور لګېدنه د شپې ۸ بجې د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې چې د مزار شریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د يوې شپږ پوړیزې ودانۍ په درېیم پوړ کې موقعیت لري، پېښه شوې ده.

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې دغه اور لګېدنه د یادې راډیو په برښنا کې د ستونزې له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې یادې راډیو ته زیان اوښتی او دوه ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د قربانیانو هويت نه دی اعلان شوی خو يوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، ځایي اوسېدونکو ویلي، چې دوه ماشومان د یادې ودانۍ په بله برخه کې وو او د پېښې د لوګي او اکسیجن د کمښت له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

رابعه بلخي راډیو یوه خصوصي راډیو ده، چې د ۱۳۸۱ د کب په میاشت کې په مزار شریف کې جوړه شوه او ښځو ته د ځانګړې شوې راډیو په توګه یې ډېری برنامې د ښځو د چارو او مسائلو اړوند وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پېښې په تړاو چې په کې دوه ماشومان ووژل شول او د رابعه بلخي راډیو د کاري او اداري وسایلو او تجهيزاتو د سوځېدلو لامل شو، خپله ژوره خواشیني څرګندوي او له سیمه ییزې ادارې غواړي چې یاده پېښه په جدي توګه وڅېړي او د څېړنو پایله له رسنیو سره شریکه کړي.

ورته مهال، د خبریالانو او رسنیو دا ملاتړی بنسټ له اړوندو نړيوالو بنسټونو غواړي، چې په افغانستان کې د جدي اقتصادي بحران په پام کې نیولو سره د یادې رسنۍ له مدیریت سره د فعالیت بېرته پیلولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.