۱۴۰۴ د وږي ۲۱مه
مزارشریف — د بلخ ولایت د سیمهییزو چارواکو سره پر وېډیویي مرکو د بندیز د اعلان په پایله کې، د سیمهییزې ادارې په امر د دې ولایت د ملي تلویزیون فعالیت درول شوی او په رادیو بدل شوی دی. بلخ یوویشتم ولایت دی چې دا بندیز په کې په رسمي ډول اعلانېږي.
په بلخ ولایت کې یوې سیمهییزی سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل: په بلخ ولایت کې د واکمنې ادارې والي یوسف وفا، د سهشنبې په ورځ د وږي پر ۱۸مه د دې ولایت په اداري غونډه کې چې د ملي رادیو او تلویزیون د آمر او سیمهییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه ویلي، چې له دې وروسته دې سیمهییز چارواکي له رسنیو سره وېډیویي مرکې نه کوي. سرچینې زیاته کړه، تازه د بلخ ولايت د واکمنې ادارې ځینې مسؤولین کندهار ته تللي وو او هلته ورته ویل شوي وو، چې باید د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د ۱۷ مادې پر بنسټ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو مخنيوی وکړي.
په مزار شریف کې يوې بلې سرچینې وویل، په وروستیو میاشتو کې په بلخ کې سیمهییزې رسنۍ د همدې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري تر فشار لاندې دي او حتا ازاد خبریالان هم په ځایي محفلونو او خبري ناستو کې له ګډون څخه محروم وو.
د دې حکم له اعلان سره سم، د بلخ ولایت ملي تلویزیون خپل فعالیت بند کړی او په رادیو بدل شوی دی.
د بلخ تلویزیون وروستی وېډیویي راپور د دې رسنۍ په یوتیوب چینل کې د وږي پر ۱۹ خپور شوی او د پنجشنبې ورځی راپورونه په راډیویي بڼه خپاره شوي دي. دغه نوی محدودیت به په بلخ کې د نورو رسنیو پر فعالیت، په ځانګړي ډول د هغو راډیوګانو او تلویزیونونو چې په مجازي فضا کې فعالیت لري، پراخ اغېز ولري. اوس مهال د ملي رادیو ترڅنګ د ارزو راډیو او تلویزیون، سفیر تلویزیون، شهر آرا تلویزیون، رابعه بلخي راډیو او پولیس راډیو په ګډون پنځه غږیزې او تصویري رسنۍ په دې ولایت کې فعالیت لري.
د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه د بلخ ولایت سربېره په ۲۰ نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان او سرپل کې هم یاد بنډيز په رسمي ډول اعلان شوی دی. ياد بندیز پر رسنیو کاري محدودیتونه سخت کړي او لسګونه تلویزیوني رسنۍ تړل شوي یا په رادیو بدلې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په بلخ ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې د یاد ولایت د ملي تلویزیون د تړل کېدو لامل شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او پر رسنیو، ازادو خبریالانو او خلکو ته د معلوماتو پر لاسرسي یې، چې له مخکې هم ډېر محدود شوی وو، د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړی یاد خپلواک بنسټ، له واکمنې ادارې غواړي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او په لغوه کولو سره یې رسنیو لپاره د وېرې پرته د ازاد فعالیت فضا برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

