
۱۴۰۲ د وري ۱۹ مه
مزارشریف- په مزارشریف ښار کې د نهاد خصوصي راډیو په ودانۍ کې د پراخې اور لګیدنې څلوېښت ورځې وروسته، چې د هغې د فعالیت د بندېدو لامل شوی و، بیاځل فعالیت پېل کړ.
د نهاد راډيو مسؤل مدير سيد محمد يزدان پرست د افغانستان دخبريالانو مرکز ته وويل، چې د نهاد راډيو د کاري ټيم په هلو ځلو د راډيو دفتر او سټوډيو بېرته ورغول شوه او د بيا پيل لپاره يې زمينه برابره شوه. د هغه په وينا، نهاد راډيو اوسمهال په ورځ کې ١٣،٥ ساعته فعاليت کوي او بېلا بیلې خبري، سياسي، ټولنيزې، کلتوري، ديني او ښوونيزې خپرونې چمتو او خپروي.
يزدان پرست وويل: «د اور لګېدنې له امله رامنځته شوې ستونزې تر اوسه په بشپړه توګه نه دي حل شوي، په ځانګړې توګه په تخنيکي برخه کې او موږ د اړوندو بنسټونو همکارۍ ته اړتيا لرو.»
د نهاد راډيو مسوول مدير وويل چې د نهاد راډيو پنځه پوړيزه ودانۍ، چې له پيکان ټلوېزيون سره په ګډه کارول کېده، د تېرې کب «مياشتې» په ۸ مه نېټه د اور لګېدو ښکار شوه، چې له امله يې د دغو دوه رسنيو بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه ټرانسميټر، تخنيکي او اداري برخو وسایل له منځه لاړل.
د نهاد راډیو او پیکان تلویزیون د نجیب پیکان په پانګونه چې د بلخ یو له پېژندل شویو رسنیزو او مدني فعالانو څخه و، تاسیس شوي دي. نهاد راډیو د ۱۳۸۶ لمریز کال د غبرګولي په نیمایي او پیکان تلویزیون په ۱۳۹۸ کال کې فعالیت پېل کړ.
د نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون د جمهوري نظام له ړنګیدو (۱۴۰۰زمري۲۴) او د طالبانو د «اسلامي امارت» له بیا تاسیس وروسته خپل فعالیت بند کړ. نهاد راډیو د جمهوري نظام له نسکورېدو یوه میاشت وروسته بیا فعاله شوه، خو پیکان ټلویزیون د مالي ستونزو او کاري محدودیتونو له امله تر اوسه خپل عادي فعالیت نه دی پیل کړی او یوازې د ټولنیزو پاڼو (انسټاګرام، ټویټر او یوټیوب) له لارې د خبر رسونې چاره پرمخ وړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د نهاد راډيو د بيا پرانستل کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ د دې رسنۍ د کاري ډلې د ژمنتیا ستاينه کوي او له اړوندو بنسټونو او مسوولينو څخه غواړي چې د نهاد راډيو او په ځانګړې توګه پیکان ټلويزيون کې د شته ستونزو او اړتياوو د حل په برخه کې همکاري وکړي؛ څو دغه رسنۍ هم وکولای شي په عادي ډول خپل فعالیت له سره پېل کړي.

