
۱۴۰۱ کب ۲۲ مه
مزار شریف- د افغانستان خبریالانو مرکز ترلاسه کړې؛ د هغه چاودنې له امله چې دوه ورځې وړاندې مزار شریف کې د خبریالانو په غونډه کې شوې وه، د صدای افغان (اوا) خبري اژانس ریپورټر حسین نادري وژل شوی دی. په دې پېښه کې د بېلابېلو رسنیو شاوخوا ۱۸ خبریالان ټپیان شول چې د ځینو ټپونه ژور دي.
د کب په ۲۰ دا ناسته د « تبیان کلتوري- او ټولنیز بنسټ» له لورې د خبریال ملي ورځې د را رسېدو په ویاړ د «رسنیو مدیریت او کلتور پراختیا» تر عنوان لاندې د همدې بنسټ په دفتر کې جوړه شوې وه او ټاکل شوې وه چې یو شمېر خبریالان هم وستایل شي. په دې غونډه کې ګډون کوونکي یو شمېر خبریالان وایي چې دا چاودنه د غونډې د پېل شېبو کې وشوه. د افغانستان خبریالانو مرکز په لومړي سر کې د ځایي سرچینو له قوله په لومړيو کې د لږ تر لږه ۱۶ خبریالانو د ټپي کیدلو خبر ورکړی و.
د صدای افغان خبري اژانس د راپور پر بنسټ چې د تبیان کلتوري-ټولنیز بنسټ برخه ده وایي: دا چاودنه د ځای پرځای شوي ماین له امله شوې ده چې په پایله کې يې راپور وروکوونکی حسین نادري او په دې رسنۍ کې په کار زده کوولو بوخت اکمل نظري وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. په دې ناسته کې د خبریالانو سربیره د تبیان یو شمېر کار کوونکي، دیني علماوو او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست یو شمېر کار کوونکو هم ګډون کړی و.
صدای افغان خبري اژانس ویلي دي چې حسین نادري ۲۰ کلن او د حقوق پوهنځي د دویم کال محصل و. حسین په اصل کې د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و او له دوه کالو راهیسې يې مزار شریف کې د صدای افغان دفتر کې د سیمه ییز ریپورټر په توګه دنده درلوده او په ورته وخت کې یې د تبیان مرکز سره کار کاوه. ویل شوي دي چې اکمل نظري د ژورنالیزم محصل و او له صدای افغان سره یې د عملي کار زده کولو په برخه کې همکاري کوله؛ مګر د دې رسنۍ ریپورټر او کار کوونکی نه و.
د افغانستان د خبريالانو مرکز؛ د خبريالانو په غونډه کې چاودنه په هېواد کې پر خبريالانو او د بيان پر ازادۍ يو ښکاره بريد بولي او په کلکه يې غندي. د افغانستان د خبريالانو مرکز د حسين نادري او اکمل نظري او د دغې پيښې د نورو قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې له مسؤلینو په جدي توګه د دې پېښې د څېړنې غوښتنه کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د چارو له مسؤلینو غواړي چې د خبریالانو امنیتي او کاري اندېښنو ته رسیدنه وکړي او خبریالانو هم باید شرایطو ته په کتو د خوندیتوب شرایط په پام کې ونیسي.

