د مزار شریف چاودنه کې د ټپي شوو خبریالانو شمیر ۱۶ ته پورته شو

د اریانا نیوز خبریال نجیب الله فریاد او د شمشاد تلویزیون خبریال روح الله روحاني د هغه کسانو له ډلې دي، چې په تبیان مرکز کې د چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

۱۴۰۱ کب ۲۰

مزارشريف –مزارشريف کې په هغه غونډه کې چاودنه وشوه، چې په هېواد کې د رسنيو د حالت د ارزونې په اړه جوړه شوې وه. د افغانستان دخبريالانو مرکز لومړنۍ شمېرې ښيي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ١٦ خبريالان ټپيان شوي دي.

په دې پېښه کې چې ۱۱:۵۶ دقیقې وه شوه، د خبریالانو په ګډون ګڼ شمېر ګډونوال ټپیان شول. یو تن خبریال چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې دغه غونډه د «رسنیو مدیریت او کلتور پراختیا» تر عنوان لاندې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت د « تبیان کلتوري او ټولنیز مرکز» له لورې جوړه شوې او ټاکل شوې وه چې یوشمیر خبریالان هم وستایل شي.

د دې خبریال په وینا چاودنه د غونډې د پېل شېبو کې شوې ده.

په ورته وخت کې د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، چې د دغې تبیان ډلې یوه برخه ده، خبر ورکړی، چې د دغې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوی او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوی دی. آوا خبر ورکړی، چې په دې غونډه کې ۲۵ خبریالانو ګډون کړی و. تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او او د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د لومړنيو شمېرو پر بنسټ، په دې پېښه کې لږ تر لږه ١٦ خبريالان ټپيان شوي، چې د ځینو ټپونه ژور دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو په غونډه برید د خبریالانو او بیان ازادۍ پر ضد ښکاره عمل بولي او په کلکو ټکو یې غندي او له مسؤلینو په جدي توګه د دې پېښې د څېړنې غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دې پېښې د راپور ورکولو پر محدودیت اندېښنه څرګندوي او د ټولیزو رسنیو او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون له مخې معلوماتو ته د خپلواکه لاسرسي او خپراوي غوښتنه کوي.