مزار شریف، ۱۳۹۳ د وري ۱۶مه
افغان خبري انځور اخیستونکی ارواښاد قیس عصیان د جنسي تیري قرباني شوي ماشوم څخه د یو انځور له امله د چین د خبري انځور نړیوالې جشنوارې د سرو زرو جایزې ګټونکی شو.
سږ کال جشنوارې ته د نړۍ له شاؤخوا درې زره انځور اخیستونکو له لوري څه باندې ۳۰ زره انځورونه استول شوي وو، چې په پایله کې د دې پړاو د غوراوي ۱۳ کسیزه پلاوي ۷۵ جایزې او د ستاینې وړ عنوانونه په اتو موضوعاتو کې په ډوو برخو یو انځور او انځوریزو ټولګو کې د ۲۳ هېوادونو انځور اخیستونکو ته ورکړل.
د چین د خبري انځور نړیواله جشنواره (CHIPP) کې د قیس عصیان یو انځور د فاجعې برخې انځورونو کې لومړۍ جایزه یا د سرو زرو مډال وګاټه.
دا انځور د پنځه کلن ماشوم دی، چې د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د جنسي تیري قرباني شوې وه او د مزار شريف په یوه روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
په دې انځور کې د یاد ماشوم مور او نور ماشومان د قرباني شوي ماشوم د جسد ترڅنګ لیدل کېږي.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، پر یاد ماشوم د یو ۲۲ کلن سړي له خوا جنسي تیری شوی و.
قیس عصیان ډ تېر کال په سلواغې میاشت کې د ۲۵ کلونو په عمر د «زړه ستونزې» له امله په مزار شريف کې ومړ. هغه څه باندې دوه کاله په مزار شريف کې د فرانسې خبري اژانس انځور اخیستونکی و.
سربېره پر دې، د مجید سعیدي د « بدنسازی در افغانستان » په نوم انځوریزه ټولګه هم د دې نړیوالې جشنوارې د انځوریزو ټولګو د سپورتي برخې انځورونو کې د لومړۍ جایزې یا سرو زرو مډال کټونکې شوه.
دې انځوراخیستونکي په دې ټولګه کې د بدني ښکلا ورزش سره د افغانانو مینه انځور کړې، چې ډېری یې د اتلانو او په هاليوودي فيلمونو کې د وړاندې شویو بېلګو څخه اغیزمن شوي او دې برخې ته یې مخه کړې ده.
همداراز د مجید سعیدي د انځورونو دوهمه ټولګه چې د «زندگی در جنگ» په نامه ده، د انځوریزو ټولګو د ورځني ژوند په برخه کې د غوراوي پلاوي د ستاینې وړ عنوان ترلاسه کړ. دا ټولګه چې له ۱۲ انځورونو جوړه ده، له دې وړاندې یې د world press photo نړیواله معتبره جایزه ګټلې وه.
مجید سعیدي ایراني انځور اخیستونکی دی، چې له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي. هغه له دې وړاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په افغانستان کې کار کړی دی او تر اوسه یې بېلابېلې نړیوالې جایزې ترلاسه کړي دي.

