مزار شريف کې د خبريالانو په ياد د څلورلاري چارې پای ته ورسېدې

مزارشیف کې د خبریالانو په یاد څلور لاری پرانیستل شو.

۱۴۰۲ وري ۲۶

مزارشریف- مزارشریف کې د خبریالانو په یاد څلور لاري چارې چې څلور کاله وړاندې یې د جوړېدو ډبره ایښودل شوې وه، له اوږده ځنډ وروسته یې د جوړېدو چارې پای ته ورسېدې او نن یې پرانسته وشوه.

د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۷ د جمهوري نظام پرمهال د خبریال د ملي ورځې په مناسبت د مزارشریف په شمال کې د خبریالانو په نوم یو څلورې لارې نومول شوی و او پرېکړه شوې وه، چې دغه یاد څلې هلته جوړ شي؛ خو د ځینو دلایلو له امله دا طرحه بشپړه نه شوه.

په مزارشریف کې د خبریالانو په یاد جوړ شوي څلي د پرانيستې په مراسمو کې په بلخ کې د «اسلامي امارت» یو شمېر مسؤلینو او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

درې میاشتې وړاندې په مزارشریف کې د «اسلامي امارت» ښاروال نقیب الله طارق اعلان وکړ، چې دغه طرحه به بشپړه کړي. هغه ویلي و چې د خبریالانو په یاد څلور لاری به د ښاروالۍ بودیجې څخه ۱۳ د میلونه افغانیو په لګښت د درې میاشتو په موده کې جوړ شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د یادګار د جوړولو د پروژې بشپړېدل د خبریالانو هڅو او کار ته د درناوي یوه نښه بولي او د ستاینې وړ یې ګڼي.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو د ستونزو او په ځانګړې توګه د جمهوري ریاست له نسکوریدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې د کاري محدودیتونو، د هغې له جملې معلوماتو ته د خبريالانو د لاسرسي په برخه کې د امارت له چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.