د قوش تېپې کانال په پروګرام کې د‌کډون کوونکو خبریالانو موټر اووښتی او څو تنه ټپيان شوي دي

۱۴۰۲ د تلې ۱۹

مزارشریف: په بلخ ولایت کې د بوش تېپې کانال د لومړي فاز د پای نمانځغونډه کې د کډون کوونکو خبریالانو سپرلۍ موټر د اوښتو له امله، اووه خبریالان ټپیان شوي دي.

په بلخ ولایت کې يوې سرچينې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل دا پیښه نن شاؤخوا د غرمې ۱:۳۰ دقیقې رامنځته شوې ده. د سرچينې په وینا، د اووه تنو خبریالانو لېږدولنکی موټر چې د حیرتان ښارګوټي څخه د بېرته راګرځېدو په حال کې وو، د دولت اباد ولسوالي په بل تاق کلي کې اوښتی دی. چې له امله یې د ملي تلویزیون خبریال خواجه شريف صدیقي او انځور اخیستونکی نصیر احمد امیري، د آریانا تلویزیون خبریال نجیب الله فریاد، د ارزو تلویزیون خبریال نصیر شریفي او انځور اخیستونکی امین جلالی، در باختر خبري آژانس انځور اخیستونکی رفیع حیاتي، ، نصیرشریفی گزارشگر و امین جلالی  تصویربردار تلویزیون آرزو، رفیع حیاتي او د بیدار دولتي مجلې خبريال حبيب بهمنش ټپیان شوي دي.

 

یادو خبریالان د قوس تېپې کانال د لومړي فاز د چارو پای مراسمو کې د‌ ګډون لپاره د حیرتان سیمې ته تللي وو او ټاکل شوې وه چې د یادې پروژې د دوهم باز پرانیستې مراسمو کې د کډون لپاره د بلخ ولایت دولت اباد ولسوالۍ ته ولاړ شي.

په بلخ ولایت کې د تمدن تلويزون خبريال جواد درویش د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل نجيب فریاد د اوږدې، آمین جلالي د‌ غاړې او خواجه شریف الله صدیقي ته د ملا په برخه کې زیان رسېدلی دی او د درملنې لاندې دي، خو د نورو څلورو خبریالانو روغتیایي وضعیت چې لږ ژوبل شوي وو د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د قوس تېپې کانال د هېواد له لویو بنسټیزو پروژو څخه ده چې د لومړي فاز چارې یې دوه کاله وړاندې پیل شوې وې. ټاکل شوې چې یاد کانال د ۲۸۵ کیلومترو په اوږدوالي ۱۵۲ متره سور او به ۸.۵ څخه تر ۱۲.۵ متره پورې ژوروالي جوړ شي او د هېواد په شمال کې له آمو سيند اوبه د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو ته انتقال کړي.