۱۳۹۴ د کب ۲۷
مزار شریف: په مزار شریف کې د افغانستان د خبریالانو مرکز سیمهییز دفتر د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د خبریال ورځ ونمانځله.
په دې غونډه کې، چې سیمهییزو چارواکو، مدني فعالانو او لسګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو کډون کړی وو، په ۱۳۹۴ کې د تاوتريخوالي، ګواښ، فشار او رسنیزې ټولنې په تړاو د خبریالانو د مرکز کلنی راپور وړاندې شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز یوه غړي سلیمان قیومي د دې راپور په بیانولو سره وویل، د افغانستان د خبریالانو مرکز د هېواد په کچه په تېرو ۱۲ میاشتو کې د (فزیکي او ځاني) تاوتریخوالي، ګواښ، سپکاوي او پر خبریالانو د فشار او یا پر رسنیزو تاسیساتو د برید ۱۹۱ قضیې ثبت کړي دي. دا شمېرې د تېر ۱۳۹۳ کال په پرتله ۸۵ سلنه زیاتوالی ښیي، چې تېر کال یاد شمېر ۱۰۳ قضیې وې.
د هغه په وینا، د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري ثبت شوې شمېرې ښیي، چې په ۱۳۹۴ کال کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر د ۴ کسانو په اندازې زیاتوالي سره ۱۰ تنو ته رسېدلی، چې له ډلې یې د ښځينه رسنیزو فعالانو په ګډون اووه تنه د طلوع نیوز د کارمندانو پر لېږدونکي موټر ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د يوې سيمه ييزې راډيو ویاند چې په یو وخت کې یې د بې پولې ډاکترانو له یوه خیریه بنسټ سره هم کار کاوه د امریکایي ځواکونو له لوري په کندوز ولایت کې د یاد بنسټ پر روغتون برید کې ووژل شو، د اسیا تلویزیون خبریال په کابل کې په قتل ورسېد او په ننګرهار کې د ملي راډیو او تلویزیون خبریال د وسله والو کسانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سربېره پر دې، په دې شمېرو کې د ۲۲ خبریالانو او رسنیزو فعالانو ټپي کېدل، د یو کس موقتي نیول او بندي کېدل، ۲۴ د تاوتريخوالي په ځانګړي ډول د وهلو ټکولو، ۱۴ د وسله والو بریدونو او په رسنیزو تاسیساتو کې د بمب اېښودنې او د خبریالانو د وژلو هڅې شاملې دي.
قیومي زیاته کړه، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنو کې همداراز ۶۶ د ګواښ په ځانګړي ډول د خبریالانو پر مرګ ګواښلو، ۲۲ د بیان د ازادۍ او د رسنیز فعالیت د محدودولو، نهه د سپکاوي، درې د سانسور په موخه د مستقیم فشار، شپږ ډ فزیکي برید او اووه د غیر قانوني احضار قضیې شاملې دي.
۸۲ قضیې یا له یادو پېښو څخه ۴۳ سلنه یې د دولت ( دولتي چارواکو، پولیسو، ملي امنیت او اردو)، ۵۲ قضیې یا له یادو پېښو څخه ۲۷ سلنه د طالبانو، ۳۴ قضیې یا ۱۷ سلنه د ناپېژانده کسانو ډېری وخت وسله والو، ۱۵ قضیې یا اته سلنه پېښې د قومي متنفذینو او زورواکو، ۵ قضیې یا درې سلنه د داعش، ۲ قضیې د رسنیو د مسؤولینو او یوه پېښه د خارجي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد محمد نظري وویل، چې د پېښو شویو قضیو پر وړاندې حکومت اړین جدیت نه دی کارولی او په داسې حال کې چې د پېښو د لاملونو په تړاو یې له څېړنو خبر ورکړی، خو د څېړنو پایلې یې له خلکو سره نه دي شريکې کړي.
د بلخ امنیه قومندان جنرال سید کمال سادات وویل، چې امینتي ځواکونه هم لکه خبریالان یوشان دندې لري او دواړه د بې شمارو ستونزو او سختیو سره مل دي.
هغه د دې په بیانولو سره چې خبریالي په هېواد کې له ډېرو ستونزو سره مخ ده، پر سالمې اطلاع رسونې ټینګار وکړ او خبریالانو ته یې درناوي غوښتنه وکړه.
د بلخ ولایتي شورا رئیس ډاکتر محمد افضل حدید هم په خپلو خبرو کې له رسنیزو فعالانو په ځانګړي ډول خبریالانو وغوښتل، څو د خبريالۍ اصولو او منل شویو اخلاقو ته په ژمنتیا کار وکړي.
د دې غونډې په پای کې، چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي، د نی دفتر استازي او ډ بلخ رسنیزې خونې مسؤول هم ګډون کړی وو، ګډون والو د تېر یو کال قربانیانو د انځورونو ترڅنګ ګلان کېښودل.

