دوشنبه، ۱۹ لړم ۱۳۹۳
مزار شريف: د بلخ ولايت ابتدائيه محکمې د آيساف رسنيز مرکز پخوانۍ خبريالې او شنونکې پلوشه توخي په وژنه تورن کس؛ مجرم وپېژاند او په اعدام يې محکوم کړ.
دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ په يوه علني ناسته کې چې د مزار شريف په ښار کې جوړه شوې وه؛ د بلخ ولايت د ابتدائيه محکمې د رئيس محمد عثمان له خوا اعلان شوه.
قاضي وويل چې د دې پېښې عامل شاوخوا دوه مياشتې مخکې (د غلا په نيت) د پلوشې د پلار کور ته ننوتی او له فزيکې نښتې وروسته يې دا ځوانه انجلۍ د چاقو په ګوزارونو وژلې وه.
د بلخ ولايت د ابتدائيه محکمې د رئيس په وينا؛ دا پرېکړه وروستنۍ نه ده او محکوم شخص کولای شي په وړاندې يې اقدام وکړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د بلخ د ابتدايي محکمې د پرېکړې د هرکلي تر څنګ؛ له دويمې او دريمې محکمې هم تمه لري چې له قانون سره سم په دې برخه کې عدالت ترسره کړي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې په وروستيو ۲۰ کلونو کې د پلوشې توخي سره ۲۸ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي او ۱۷ تنه هم د نښتو، وسله والو بريدونو او يا هم چاودنو کې وژل شوي دي. له دې پرته ۲ افغان خبريالان په پاکستان کې هم د جنايت کوونکو قرباني شوي دي.
له دې شمېرې تر اوسه د دوه وژنو په برخه کې عدالت سرته رسېدلی دی او يو تورن هم په لومړنۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوی دی او د دوه نورو محکمو جوړېدو ته په تمه دی؛ مګر له بده مرغه تر اوسه د نورو هغه خلکو په برخه کې چې د خبريالانو او رسنيو فعالانو د وژنې سبب شوي دي او يا يې دا مظلوم پيغام رسوونکي وژلي دي؛ سرته نه دی رسېدلی.

