۱۴۰۴ د تلې ۲۷
هرات – د هرات ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د اعلان په پایله کې، په هرات کې د ملي تلویزیون او لږ تر لږه دوو خصوصي تلويزونونو فعالیت درول شوی، هرات ۲۲ ولایت دی چې دا بندیز په کې په رسمي ډول اعلان او پلي کېږي.
په هرات کې یوې سیمهییزې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې د هرات ملي تلویزیون د فشارونو د زیاتېدو له امله خپله بڼه بدله کړې ده او له یوې اوونۍ راهیسې یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي او راپورونه یې په غږیز او لیکلي ډول خپرېږي.
په هرات کې یو سیمهییز خبریال چې د رسنیو وضعیت یې له نږدې څارلی وویل، اوس مهال په هرات کې د ملي تلویزیون ترڅنګ، نهه خصوصي تلویزیونونه او ۱۲ سیمهییزې رادیوګانې هم شتون لري. د هغه په وینا، د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز پر نورو رسنیو منفي اغېز کړی دی او لږ تر لږه دوه خصوصي سیمهییز تلویزیونونه هم تړل شوي دي او پاتې نورې رسنۍ په ډېره محدوده بڼه فعالیت کوي. هغه وویل، یاد بندیز پر هغو سیمهییزو رادیوګانو هم اغېز کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري او د هغوی فعالیت یې هم خورا محدود کړی دی. د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د باختر دولتي خبري آژانس د سیمهییزې څانګې پر فعالیت هم منفي اغېز کړی، چې په ولایتي کچه د واتساپ او ټېلېګرام له لارې فعالیت کوي.
د هرات ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ادارې استازو د روان کال د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د ځینو رسنیو له مسؤولینو او یوتیوبرانو سره په یوه غونډه کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز موضوع شریکه کړې وه او له هغوی یې غوښتي وو چې یاده غوښتنه په پام کې ونیسي. سیمهییزې سرچینې وايي له دې غونډې وروسته د یادې ادارې فشارونه پر محلي رسنیو په تدریجي ډول زیات شوي دي.
د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرلو د بندیز لړۍ له پیل (د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې) راهیسې، تر دا مهاله پر هرات سربېره، په ۲۱ نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان، سرپل او بلخ کې هم یاد بنديز په رسمي توګه اعلان شوی دی. دغه بندیز د رسنیو پر کاري فعالیتونو محدودیتونه زیات کړي او لسګونه تلویزیونونه تړل شوي یا رادیو ته اوښتي دي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اوولسمه ماده کې چې د تېر کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د مشر ملا هبتالله آخندزاده له لوري توشیح او نافذ شو، راغلي چې محتسبین ( د امر بالمعروف وزارت اجرایي ځواک) باید د هغه مطالبو له خپرولو مخنیوی وکړي چې ساه لرونکي ( د ژوندیو موجوداتو) انځورونه پکې وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز چې په دې کې د ملي تلویزیون او لږ تر لږه د دوو خصوصي تلویزیونونو د تړل کېدو لامل شوی، د بیان د ازادۍ او د ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او د ازادو خبریالانو او رسنیو پر کاري فعالیتونو او د معلوماتو ته د خلکو پر لاسرسي یې چې له وړاندې ډېر محدود شوی دي، د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
یاد خپلواک او د رسنیو د ازادي ملاتړی بنسټ، له واکمنې ادارې غواړي چې د دې پرېکړې په لغوه کولو او پرې له غور کولو سره، رسنیو ته د وېرې او فشار پرته د ازاد فعالیت زمینه برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه ګټه واخلي.

