پنج شنبه، ۱۳۹۳ د چنګاښ ۱۲مه
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د ساقي تلویزیون پر ویاند د ناپېژانده کسانو برید او په غزني کې د والي د ساتونکو له لوري د یو سيمهییز خبریال وهل ټکول غندي او د یادو ولایتونو له سیمهییزو چارواکو غواړي، څو د یادو پېښو ترسره کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.
په ساقي تلویزیون کې د «روزنه» ټاکنیزې خپرونې چلوونکی ادریس امیني تېره ورځ ماښام د هرات ښار په شپږمه ناحیه کې تر برید لاندې راغی او د برید کوونکو له لوري د چړو له پرلپسې ګوزارونو وروسته ټپي شو.
ویل کېږي، چې ښاغلی امیني هغه مهال چې د خپل ورور په هټۍ کې و، د دوو موټر سایکل سپرو تر برید لاندې راغلی او بریدګر د چړو په واسطه د نوموړي له ټپي کولو وروسته له سيمې تښتیدلي دي.
د ساقي تلویزیون د سیاسي خپرونو یاد چلوونکی، چې د سر او پښې په برخه کې ژور ټپي شوی دی د هرات په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.
د ساقي تلویزیون مسؤول مدیر طارق نبي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې تر دې دمه د پېښې لامل روښانه نه دی، خو هغوی له سیمه ییزو چارواکو غوښتي، څو یاده پېښه په جدي ډول تعقیب کړي او ترسره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري.
هغه وویل، چې ادريس امیني په روزنه خپرونه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، د ټاکنو اړوند تودې پېښې لکه په ټاکنو کې تقلب، تر بحث او ارزونې لاندې نیولې.
د هرات پولیسو ویلي، چې د پېښې د څېړلو په حال کې دي او ژمن دي، څو د ترسره کوونکو له پېژندلو وروسته هغوی د قانون منګولو ته وسپاري.
تېره ورځ په یوه بله پېښه کې د رڼا رسنیزې مؤسسې خبریال رحمت مرجان خیل د غزني د والي د ساتونکو له لوري وهل ټکول شوی دی. د یادې پېښې او د خبریالانو له نیوکو وروسته موسی خان اکبر زاده له یاد خبریال څخه بخښنه وغوښته.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د غزني او هرات ولایتونو له سيمهييزو چارواکو غواړي چې دا دوه پېښې په جدي ډول وڅېړي او د ترسره کوونکو په مجازاتو سره دې، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ځاني او رواني امنیت په اړه ډاډ ورکړي او اجازه ورنه کړي ورته پېښې د رسنیو کاري ساحه محدوده کړي.

