۱۳۹۴ د لیندۍ ۲۹
هرات: د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات ولایت کې د چکاد خصوصي تلویزیون پر خبریال او ویاند د نا پېژانده وسله والو برید غندي او د یاد ولایت له سیمهییزو چارواکو غواړي، څو د یادې پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په هغه خبر کې، چې د چکاد تلویزیون پر فیسبوک پاڼه خپور شوی راغلي، چې نا پېژانده وسله تېره ورځ ماښام د یاد تلویزون د خبریال وګړي « شهرند خبرنګار» خپرونې پر چلوونکي او ویاند سلیم مقيمي برید کړی.
ویل شوي، چې مقيمي د خپل کار له پای ته رسولو وروسته او کله چې یې غوښتل د کور لوري ته لاړ شي، په ګرمو او سړو اسلحو سمبالو درې بریدګرو له لوري په پل خیمه دوزان سیمه کې ودرول شوی دی.
یاد خبریال ویلي: « له یادو بریدګرو څخه یو یې خپله توپانچه زما تندي ته ونیوله او دوو تنو نورو یې د سړې اسلحې او سوکانو او لغتو په واسطه سخت ووهلم، خو هغوی زما نقلیه وسیلې او نورو توکو ته ګوتې نه دي راوړي.»
سلیم مقيمي د « چړې» د ضربې له امله په چپ لاس ټپي شوی او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د چکاد تلویزیون د معلوماتو پر بنسټ، د هرات ولایت امنیتي چارواکو یاده پېښه تایید کړې او په دې برخه کې یې د څېړنو له پیلولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له سیمهییزو چارواکو څخه غواړي، څو یاده پېښه په جدي ډول وڅېړي او د ترسره کوونکو په مجازاتو سره د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ځاني او رواني امنیت په برخه کې ډاډ ورکړي او اجازه ور نه کړي څو ورته تاوتريخوالي د رسنیز کار ماحول تنګ کړي.

