په هرات کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزیون انځوراخیستونکي مړینه

په هرات کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزیون انځوراخیستونکي مړینه

 

انا لله و انا الله راجعون

هرات: د افغانستان د خبریالانو مرکز په هرات کې د پژواک خبري اژانس او اریانا تلویزیون انځوراخیستونکي سید مولاداد یعقوبي مړینه یوه لویه ضایعه بولي او د نشتون په تړاو یې کورنۍ، همکارانو او د هېواد رسنیزې ټولنې ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

مولاداد چې د ورپیښې ناروغۍ له امله له شاؤخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې د هند هېواد د دهلي ښار په یوه روغتون کې بستر و، د ناسم روغتیايي وضعیت له امله د جمعه د ۱۳۹۳ کال د لړم میاشتې په ۱۶مه د ۳۰ کلونو په عمر ومړ.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې