په هرات ولایت کې د پرمختللو رسنیزو مهارتونو سیمینار پای ته ورسېد

په هرات ولایت کې د پرمختللو رسنیزو مهارتونو سیمینار پای ته ورسېد

۱۳۹۴ د وري ۱۹مه

هرات: د لودیځې حوزې د ولایتونو ویاندویانو، خبریالانو او مدني فعالانو ته د پرمختللو رسنیزو مهارتونو څلور ورځنی سیمینار پای ته ورسېد.

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې یاد سیمینار د مطبوعاتي دفترونو د مکلفیتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د ستراتیژیکو اړیکو د پلان چوړونې، د ټولیزو رسنیو قانون او سنتي اړیکو په تړاو جوړ شوی وو.

د هرات ولایت سرپرست اصیل الدین جامي، چې د دې سیمنار د پای په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د یاد ولایت د رسنیو د دفتر له کړنو څخه د قدرداني ترڅنګ یې یاده برنامه د اطلاع رسونې او د خبریالانو او دولتي سرچینو ترمنځ د ښو اړیکو لپاره مهمه او ګټوره وبلله.

هغه د رسنیو له لارې د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو لا ټینګېدلو ته په اشارې وویل، چې د بیان د ازادي په برخه کې په تېره یوه لسیزه کې د دولت د لاسته راوړنو ساتنه يوه اړينه وجيبه ده.

د دې سیمینار یو شمېر ګډون والو هم د‌ یاد سیمنار د تدریس څرنګوالي او ځانګړو شویو موضوعاتو د مثبتو ارزولو ترڅنګ یاد سیمنار د اطلاعاتو په تبادله او د پیغام په سمه توګه لېږد ګټور وباله.

یاده برنامه د هرات ولایت د رسنیو دفتر له لوري د پهنا ګروپ په تخنيکي ملاتړ ترسره شوې وه.