۱۳۹۵ د وري ۱۴مه
هرات: په دې نندارتون کې هغه وسایل نندارې ته وړاندې شوي، چې له اوږدې مودې راهیسې تر ننه د اطلاع رسونې او اړیکو په برخه کې کارول شوي دي.
یاد وسایل د دوربین فرهنګتون له لوري د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوي دي.
یادې ادارې د هرات په اختیارالدین لرغونې کلا کې د یادو اثارو دایمي نندارې لپاره یوه لویه خونه ځانګړې کړې ده.
د دوربین فرهنګتون مسؤل نور احمد کریمي بي بي سي ته وویل:« په دې دایمي نندارتون کې د ټولیزو اړیکو څه باندې ۲۱۰ وسیلې چې په چاپي، سينما، رادیو، تلویزیون او تلګراف برخو کې ترې ګټه اخیستل کېده، راټول او دلته اېښودل شوي دي.»
کریمي وویل، چې یاد نندارتون د خبريالۍ برخې زده کړیالانو لپاره د يادو وسایلو سره د عملي پېژندنې په برخه کې ډېر ګټور دی.

د هرات ډېری فرهنګیان په دې باور دي، چې یاد دایمي نندارتون به د افغانستان په لوېدېځ کې د ټولنیزو اړیکو د وسایلو د پرمختګ د څرنګوالي په ثبت کې د تاریخ لیکونکو سره هم مرسته وکړي.
په هرات کې د مدني ټولنې يوې فعالې ماریا بشیر وویل: « یاد لرغونتون او دايمي نندارتون د هرات کلتور نندارې ته وړاندې کوي. زه له ټولو هغو کسانو څخه، چې د دې اثارو په راټولولو کې یې زیار ایستلی مننه کوم او هیله لرم چې دا برنامه ټول افغانستان ته وغځېږي.»
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې رئیس اريا رؤفیان د ياد نندارتون په پرانیسته کې وویل: « د هېواد په کچه یاد نندارتون په خپل ډول کې بېلګه دی، دا لومړنی نندارتون دی، چې د اړیکو د لومړنیو وسایلو څخه تر ننه پورې د خلکو ترمنځ د ټولیزو اړیکو د پراختیا څرنګوالی په ژوندۍ بڼه نندارې ته وړاندې کوي.»
د هغه په وینا ياد نندارتون د « هلپ» مؤسسې په مرسته جوړ شوی او ویې ویل، چې د څېړونکو یاد مرکز به د اړیکو په برخه کې د هنري مهارتونو د شالیډ په برخه کې څېړنو کې مرسته وکړي.

