د افغانستان د خبریالانو مرکز او د هېواد په نورو رسنیزو بنسټونو کې درنو همکارانو ته سلامونه او درنښت وړاندې کوم!
د ښاغلي فاروق فيضي د درملنې لپاره ترکیې ته د تګ راتګ لګښتونو د تأمین په تړاو ستاسو لیک د اجرائیه ریاست د رسنیزو چارو ریاست ته رسېدلی دی، خو مخکې له دې چې د منظورۍ لپاره ښاغلي اجرائیه رئیس ته وړاندې شي او هغه په موضوع خبر شي، ستاسو اعتراض لیک خپور شوی دی.
د اجرائیه ریاست د رسنیزو چارو ریاست په هغو هڅو کې د نه همغږۍ له امله چې له څو جهتونو له لوري د ښاغلي فیضي د درملنې لپاره ترسره کېدلې، نه دی توانېدلی چې په دې تړاو د خبريالۍ اړوند بنسټونو مکتبونه پر وخت تعقیب کړي. په دې وسیله تاسو ته خبر درکول کېږي، چې ښاغلی رئیس په دې موضوع له خبرېدو سره سم چمتو والی ښودلی، څو د شرایطو د سم والي په صورت ښاغلی فیضي په سپېدار ماڼۍ کې خپل حضور ته ومني او له دې پرته هم د یاد زیارکښ خبریال په درملنه کې مالي مرسته وکړي.
د ښاغلي فیضي او هغه څوک چې له ده سره ځي د تګ راتګ لګښتونه ورکول کېږي.
د ښاغلي فیضي د روغتیایي وضعیت د ښه والي په برخه کې د هېواد د رسنیزو بنسټونو له هڅو مننه کوو.
په دې برخه کې د اجرائیه رئیس د مشاور ښاغلي بسم الله سروري له مرستې او هڅو هم مننه کوو، ځکه نوموړي له يوې اونۍ راهیسې د اجرائیه رئیس له لارښوونې سره سم په دې برخه کې ډېری هڅې کړي دي.
په درنښت
حشمت الله رادفر
د ج.ا.ا اجرائیه رئیس رسنیز مشاور
د چنګاښ ۷مه

