احمد قریشي د ایفکس مشرتابه شورا د غړي په توګه وټاکل شو

۱۴۰۲ چنګاښ ۱۰ مه

کابل- د ای یفکس نړیوالې شبکې په کلنۍ ناسته کې د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرا ئیوي رئیس احمد قریشي د دغه سازمان د مشرتابه شورا د غړي په توګه وټاکل شو.

په دغه ناسته کې چې نن په انلاین بڼه ترسره شوه ۱۳ تنه د یوې درې کلنې دورې (۲۰۲۳-۲۰۲۶) لپاره د ایفکس د رهبرۍ شورا د غړو په توګه وټاکل شوو.

ایفکس (IFEX)، د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړو ټولنو نړیواله شبکه ده، چې مرکزي دفتر یې د کاناډا ټورنټو ښار کې دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز په ګډون د نړۍ له سلو ډیر بنسټونه او ټولنې یې غړیتوب لري.

د ایفکس رهبري شورا د شبکې د اغیزمن مدیریت مسؤلیت په غاړه لري او په کاري سیاست او په نړیواله کچه د بیان ازادۍ او د رسنیو د خپلواکۍ برخه کې له  شته کړنلارې څخه څارنه کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي په خبرپاڼه کې وویل: « د داسې یو فرصت په برابرېدو خوشحاله یم او په خپل ټول توان به له دې نړیوالې شبکې او په بېلابېلو هیوادونو کې د غړو سازمانو سره د زده کړې او کار کولو په برخه کې ترې ګټه واخلم.»

احمد قریشي له کورنیو او نړیوالو رسنیو سره د خبریال او ایډیټر په توګه له ۱۷ کلونو ډیره کاري مخینه لري. قریشي په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د افغانستان خبریالانو مرکز تاسیس کړ او له هغه وخت راهیسې د دې ادارې د اجرایوي چارو مسؤل دی.