مطبوعاتي اعلاميې
۱۳۹۳ د غوای ۱۱ مه
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدالله رب العالمین والصلوه والسلام علی خاتم النبیین
ګرانو وطنوالو، خويندو او محترمو وروڼو!
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته
په ټولنه کې د څېړنې او ولسواکۍ بنسټيز کول، د مدني بنسټونو ملاتړ او تقويت، د هيواد له لويو مسئلو دفاع، او سالمه خبر رسونه په هره ټولنه کې د مطبوعاتو او نورو ټولنيزو رسنيو اساسي او بنيادي موخې دي.
د مطبوعاتو او رسنيو رسالت په ټولنه کې هغه وخت معنې پیدا کوي چې د هغوی ازادي په قانون کط تسجيل شوې وي.
د قوي ملاتړ په موخه قانوني تضمين د رسنيو کارکوونکو ته دا قوت ورکوي چې د ټولنې د نورو ملي بنسټونو په څېر د خلکو د سوکالۍ لپاره ارزښت لرونکي کارونه وکړي. او د اوسنيو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي.
ګرانو ورونو او خويندو!
د تېرو ديارلس کلونو په اوږدو کې زمونږ د خلکو يوه لويه لاسته راوړنه، په هيواد کې د ازادو رسنيو او مطبوعاتو بې سابقې پرمختګ او پراخوالی. زموږ په سیمه کې د رسنیو او مطبوعاتو ازادي بې مثاله وه، د ټولنې د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې يې د ديموکراتيکو ارزښتونو د تقويې لپاره ازادانه کار وکړ. او ورځ تر ورځې نوي پرمختګونو ته لاره پرانيزي.
مونږ په دې وخت کې د ټولو ننګونو باوجود، د بيان ازادۍ د ساتنې او پراخوالي او د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره زيات کوښښونه کړي دي. او نه مو ده پرېښې چې د مطبوعاتو او رسنيو دغه نوې په پښو ودريدلې ازادي زيان وويني. شخصي او يا ملي بنسټونه د هغه د پرمختګ لامل شوي دي.
په دې ځای کې زه له ټولو کارکوونکو څخه غواړم چې د هيواد د رسنيو او مطبوعاتو ازادي ساتلو لپاره دې د قانون په چوکاټ کې د ملي او اسلامي ارزښتونو لپاره په هوښيارانه توګه کار وکړي. د هيواد له ملي منافعو څخه دفاع وکړي او د ملي وحدت د ساتنې، او په هيواد کې د ثبات او سولې لپاره له هر څه زيات کوښښونه وکړي. شخصي حريم، د خلکو کورنيو او فردي ازادۍ ته دې کامل احترام وکړي.
د هيواد د رسنيو محترمو غړيو!
تاسو په تېرو ديارلس کلونو کې د زحمتونو، خطرونو په قبلولو او په سختو حالاتو کې خلکو ته د خبر رسونې، د خلکو او تر ننګونو او فشار لاندې کورنيو د غږ لوړولو لپاره ستړيا او ننګونې زغملي دي. دغه ټولو کوښښونه د ټولو د احترام وړ دي او په هيواد کې د رسنيو د ودې لپاره ارزښتمند ګڼل کېږي.
د همدغو کلونو په اوږدو کې د رسنيو يو شمېر خاوندان او کارکوونکي د تاوتريخوالي سره مخ شول او يو شمېر خبريالانو او د رسنيو کارکوونکې د دندې د اجراء په برخه کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل او يا يې زيان وليد. د افغانستان خلک د رسنيو ټولو قربانيانو، او د هغوی سرښندنو ته احترام کوي او له زړه پرې ناخوښ دي.
ګرانو هيوادوالو!
په اوس وخت کې د هيواد د مطبوعاتو او رسنيو پراخوالی او پرمختګ د انساني ارزښتونو په ساتلو سره زمونږ هيله ده.
تر راتلونکو خبرو پورې مو خدای وساته.
ښاد او اباد اوسئ، د هيواد د رسنيو او مطبوعاتو د ښه او ژور پرمختګ په هيله خدای په امان

