
۱۴۰۱ جدي ۱۳ مه
په هرات کې د نوروز راډیو د خپرونو پخوانی پرمخ وړونکی خالد قادري په ټولنیزو شبکو کې د «اسلامي امارت» په اړه د انتقادي نظریاتو د خپرولو له امله د هرات محکمې په یو کال بند محکوم کړی و او د ۱۴۰۰لمریز کال د کب له ۲۶ مې راهیسې په بند کې و
ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خالد قادري د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ، له «اسلامي امارت» څخه غواړي، چې بل بندي خبریال هم ژر تر ژره خوشې کړي.
په اوس وخت کې لږ تر لږه درې نور خبریالان لا هم په بند کې دي. په خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د ۱۴۰۱ کال د لړم له ۲۰ مې تر اوسه په بند کې دی. همدا راز خپلواک خبریال فیض الله فیض بخش د روان کال د زمري په ۲۶ مه، چې د امریکایي خبریال ایور شیرر سره د کابل په شېر پور سیمه کې د القاعده شبکې د مشر « ایمن الظواهري» د وژنې په سیمه کې د کار پرمهال نیول شوی و. شیرر د لیندۍ په ۱۱ مه او فیض بخش بیا د جدي په ۱۱ مه له بنده خوشې شو.
.

