۱۳۸۹ د چنګاښ ۲۳
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو په برخه کې د محمد رضایي او عبدالاحد رودوال رسنیز فعالیتونو وستایل او دوی یې د یاد کمیسیون د ۱۳۸۸ کال د غوره کسانو په توګه معرفی کړل.
محمد رضایي د بي بي سي خبریال دی چې په غزني ولایت کې فعالیت کوي او عبدالاحد رودوال د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د پکتیا غږ ځایي راډیو خبریال دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د مسؤولینو ویلي چې ښاغلي رضایي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو اړوند مسایل په «سختو شرایطو» او له «لرې پرتو سیمو» څخه راپور کړي دي.
همدارنګه، عبدالاحد رودوال په «سختو شرایطو» کې د ۲۰ حقوقي پروګرامونو د خپرولو له امله د ځانګړي نښان په ورکولو سره وستایل شو.
سربیره پر دې، د هرات ادبي ټولنې مشر مسعود رجایي د بشري حقونو په اړه د لسګونو «مقالو» د خپرولو له امله د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د ۱۳۸۸ کال د ځانګړي نښان په ترلاسه کولو ویاړمن شو.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون خبریالان د هغوی د بشري حقونو د فعالیتونو له امله ستایي.

