
۱۴۰۲ غبرګولي ۲۹
کابل- د راه فردا راډیو او تلویزیون د پخواني خبریال رضا شهیر کورنۍ وایي، چې دا خبریال له ایران څخه تر راستنېدو وروسته د کابل-هرات په لویه لار نیول شوی دی. د افغانستان خبریالانو مرکز د رضا شهیر د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندونو سره د دې خبریال د برخلیک د روښانه کېدو غوښتونکی دی.
د رضا شهیر ورور وهاب شهیر په خپل فیسبوک د یو مطلب په لیکلو سره وویل، رضا شهیر د سه شنبې په ورځ(دوه ورځې مخکې) چې له هراته یې د کابل په لور حرکت کړی و، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د «اسلامي امارت» ځواکونو له لورې ونیول شو او نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.
شهیر ته نیږدې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د راه فردا راډیو او تلویزیون دا خبریال تازه له خپلې کورنۍ(مېرمنې او دوه اولادونو) سره له ایرانه افغانستان ته را ګرځېدلی و. دې سرچینې زیاته کړې وه، چې شهیر په ایران کې د پاتې کېدو لپاره د ویزې د نه تمدید له امله اړ شوې و، چې هیواد ته را وګرځي. په زابل ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین د دې خبریال د نیول کېدو په اړه نا خبري ښیي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې خبریال د ناڅرګند وضعیت په اړه د اندېښنې په ښکاره کولو سره د اسلامي امارت له چارواکو غواړ، چې د دې خبریال برخلیک روښانه کړي او که چیرې د شهیر نیونه حقیقت ولري له کوم قید-شرط پرته دې هغه ژر تر ژره خوشې کړي.
رضا شهیر شاوخوا یوه لسیزه په کابل کې د راه فردا راډیو او تلویزیون سره د خبریال په توګه کار کړی دی. هغه دوه میاشتې وړاندې په خپل فیسبوک یو مطلب خپور کړ، ویلي و چې د «اسلامي امارت» له لورې د دویم ځل نیول کېدو ورسته د ضمانت په ورکولو سره په مشروط ډول خوشې شو او بیا وروسته د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې له مجبورې ورځې له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ایران ته لاړ.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په ۱۴۰۱ کال کې د رسنیو او خبریالانو د خپلواکۍ سلبولو ۲۳۷ پیښې، چې د هغې له جملې ۹۴ د خبریالانو د نیونې پېښې وې، چې په هغې کې د څو ګړیو موقتي بندي کولو ترڅنګ د څو ورځو، څو اونیو او د څو میاشتې بندي کولو پېښې شاملې دي ثبت کړي دي.د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښیي، چې په دا ډول ډیرو پېښو په ځانګړې توګه د خبریالانو د بندي کولو پېښو کې پر وخت او رڼه اطلاع رسونه نه ده شوې او د هغوی خشوې کونه هم مشروطه وه.
همدا اوس لا هم یو خبریال په بند کې دی. افغاني-اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د تېر کال د جدي په میاشت کې په کابل کې ونیول شو او تر هغې مودې تر اوسه پورې د نوموړي د نیول کېدو او په بند خونه کې د هغه د وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

