
۱۴۰۲ زمري ۳۱
کابل- د ایران تسنیم خبري اژانس اعلان کړی چې د دې خبري اژانس عکس اخیستونکی محمد حسین ولایتي، چې افغانستان ته تللی و، په کابل کې نیول شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د ولایتی پر نیول کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره د دغه خبریال د ژر او بې قیده شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوی.
تسنیم نن راپور ورکړ چې د دې خبري اژانس عکاس او مدیر محمد حسین ولایتي د روانې اونۍ د شنبې په ورځ (د زمري ۲۸) ایران ته د ستنیدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې ونیول شو. په دغه راپور کې ویل شوي، چې ولایتی په یوه کاري سفر افغانستان ته تللی و او لس ورځې په کابل کې پاتې شوی دی.
تسنیم څرګنده کړه، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو دغه خبریال له کوم مشخص وضاحت پرته نیولی او تر اوسه په دې برخه کې تعقیبولو کومه نتیجه نه ده ورکړې. په ورته وخت کې تسنیم ویلي، چې دغه موضوع د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت او په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست مشر حسن کاظمي قومي سره، چې په دې غونډه کې یې حضور درلود، مطرح کړې دویلي دي، چې د دغه ایراني فوټوګرافر د خلاصون لپاره به جدي هڅه وکړيی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د محمد حسین ولایتی پر نیول کېدو د خواشینۍ په څرګندولو سره، د طالبانو د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دغه انځور اخیستونکی خبریال خوشې کړي او په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو لړۍ پای ته ورسوي.
په تېرو دوو اوونيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لږ تر لږه ١١ خبريالان نيول شوي، چې نهه يې لا هم په بند کې دي. د افغانستان د خبريالانو د مرکز معلومات ښيي، چې په دې وروستيو مياشتو کې څلور تنه نور خبريالان چې په وروستیو میاشتو کې نيول شوي وو لا هم په بند کې دي، چې په دې سره په ټول هېواد کې د بندي خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو شمېر ١٣ تنو ته رسېږي.

