
د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د دغه وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې د خبریالانو او رسنیو په اړه د امارت د ادارو د «ګډ هوکړه لیک» پر پلان خبرې وکړې. ۱۴۰۲ وري ۱۲مه
انځور: باختر خبري اژانس
۱۴۰۲ وري ۱۴ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» د ادارو له لورې د رسنیو په چارو کې د نه مداخلې او د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمیسیون له لارې د شکایتونو د اورېدو طرحې باندې «هوکړه» مثبت ګام ګڼي او د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې د دې طرحې د عملي کیدو غوښتنه کوي.
د باختر اژانس د راپور له مخې، د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د دې وزارت له مسؤلینو سره د استخباراتو ریاست، کورنیو چارو وزارت، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د امارت بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د « ګډې هوکړې» په اړه چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد په مطبوعاتي او نشراتي چارو کې یواځینی مسؤل ادرس دی، بحث وشو.
په دې ناسته کې ویل شوي چې د دغه طرحې له مخې چې په نږدې راتلونکي کې به پرې هوکړه وشي، هر هغه پرېکړه چې د رسنیو او خبریالانو د چارو په اړه کېږي، باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د امارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمسیون په جریان کې کړي او نورې ادارې دې په مستقیم ډول مداخله نه کوي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز له دې طرحې د هرکلي ترڅنګ، په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو اړوند چارو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو کمسیون له لارې رسیدنه یو مثبت ګام ګڼي.
له دې سره سره د افغانستان دخبریالانو مرکز غواړي چې دغه طرحه دې د ټولیزو رسنیو د قانون پر بنسټ عملي شي. د ټولیزو رسنیو په قانون کې د خبریالانو او رسنیو پورې اړوند چارې په ځانګړې توګه د کار څرنګوالی، حقوق او کاري خپلواکي، د هغوی په کاري چارو کې له لاس وهنې ډډه او همدارنګه رسنیزو سرغړنو او شکایتونو ته د رسیدو کمیسیون د جوړېدو څرنګوالی بیان شوی دی.
د افغانستان دخبریالانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ واک ته د اسلامي امارت د بیا ځل رسیدو راهیسې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې او تاوتریخوالي ۳۱۹ پېښې ثبت کړې دي. په دغو پېښو کې لږ تر لږه ١٦٠ یې د خبريالانو نيول دي، چې د امنيتي ارګانونو او په تېره بيا د استخباراتو د رياست له خوا د شکايتونو د اورېدو کمېسيون له تاييد پرته ترسره شوي دي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د امارات د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې په يوه واحد سيستم کې د خبريالانو د ثبت او د خبریالۍ د کارتونو د وېش طرحه هم یاده شوې ده. د افغانستان خبریالانو مرکز په بیان شوي چوکاټ کې دغه طرحه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له واک څخه بهر، د خبریالانو د خپلواکۍ او روحیې خلاف او پر هغوی د فشار اچونې په توګه پېژني او د هغې د لغوه کیدو غوښتنه کوي.

