د خبریال ملي ورځ؛ د هیواد د ۱۳۹۹ کال " ۱۰ غوره خبریالان" معرفي او وستايل شول

۱۳۹۹ کب ۲۷ مه

کابل ـ د افغانستان خبریالانو مرکز د دوی د خبريالۍ کلنۍ جایزې د اتم پړاو پايله اعلان کړه چې په بنسټ يې د " افغانستان د کال خبریال" ترڅنګ د هیواد " لس غوره خبریالان" هم وټاکل او وهڅول شول.

د دې دورې د ژوري هیئت کمېټې مشر ذبيح الله نوري وویل سږ کال د مرکز کابل او د هیواد نورو ولایتونو نه د بېلابېلو انځوريزو، غږيزو، چاپي او انلاين رسنیو شاوخوا ۵۰ خبریالانو خپل راپورونه او نور رسنیز فعالیتونه په دې کلنۍ سیالۍ کې نوماند کړي وو.

د هغه په وینا؛ په دې پروګرام کې د نوماندۍ غوښتنلیکونه د خبريالۍ مسلکي معیارونو په نظر کې نیولو سره ارزول شوي او بالاخره د هغوی له منځه د کال خبریال وروسته چې چا ډیرې نمرې ترلاسه کړې وې، په ترتیب سره د غوره خبریالانو په توګه وټاکل شول او د ځانګړو ستاینلیکونو په ورکولو سره يې کارونه وستايل شول.

۱- مجتبی بیګزاد؛ د هشتې صبح ورځپاڼې راپور ورکوونکی د کویډـ ۱۹ناروغۍ  سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد اړوند راپور

۲- عصمت الله سروش؛ د اطلاعات روز ورځپاڼې راپور ورکوونکی د کانکور ازموینې د برخې ویش په اړه د څېړنیز راپور له امله؛

۳- د پژواک خبري اژانس څخه احمد صهيب حسرت؛ په افغانستان کې دسولې تامین په اړه د سیمه ئیزې اجماع په اړه د افغان حکومت د ادعا بررسي کولو په برخه کې د څېړنيز راپور له امله؛

۴- د صبح کابل ورځپاڼې څخه علي شیر شهیر؛ د کابل ککړې هوا په اړه څېړنیز راپور؛

۵- د د کلید رسنیز ګروپ ریپورټره سمیه ولي زاده؛ په لويديځو ولایتونو کې د ځمکو د غصب څېړنیز راپور له امله؛

۶- د اشنا تلویزیون( امریکا غږ) څخه ذیبح الله غازي؛ د هغه پلار په اړه د انځوریز راپور له امله چې په جنګ کې یې درې زامن له لاسه ورکړي وو؛

۷- د شمشاد تلویزیون ریپورټر سمیع الراحمان رحماني؛ د هغه راپور له امله چې یو ځوان افسر د خپل زوی په ناروغۍ سربیره خپلې دندې ته ستون شوی دی؛

۸- د افغانستان بانو خبري اژانس څخه بهشته عزیز؛ د نجونو بکارت ازمويلو په اړه د راپور له امله؛

۹- د ارزو تلویزیون څخه مبصر معروف؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین سره د ننګوونکې مرکې له امله او

۱۰- د سلام ټايمز خبري ویب سايټ ریبورټر هدایت الله زيارمل؛ د جنګ د قربانیانو په اړه د راپور له امله؛

سږ کال د افغانستان خبریالانو مرکز د امنیتي ستونزو او همدارنګه د کرونا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ له امله، د خبریال ملي ورځې د نمانځنې په اړه کوچني مراسم په کابل کې ترسره کړل. په دې پروګرام کې په هیواد کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه کلنی راپور هم وړاندې شو.