د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ۲۰۲۱: په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژلو او د ځان سانسورونې زیاتوالی

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ۲۰۲۱: په افغانستان کې د خبریالانو د هدفي وژلو او د ځان سانسورونې زیاتوالی


۱۴۰۰ غوایي ۱۴مه (۳ می ۲۰۲۱)
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز نن ورځ د (می په دریمه) د «رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې» په مناسبت یوه راپور کې، د خبریالانو د قربانیانو د شمېر ډېروالي او د هیواد رسنیو ټولنې باندې د اقتصادي او رواني فشار د زیاتوالي په اړه خپله جدي اندېښنه څرګندوي او د دې بهیر د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.
له ۱۳۸۱ کال راهیسې چې په افغانستان کې د سیاسي حالاتو د بدلون له امله د بیان ازادي او ازادو رسنیو د فعالیت د ودې دوره تجربه کړې ده، هېڅکله تر دې کچې په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د کار شرایط او حالات دومره پیچلي، ډاروونکي او او مبهم نه وو.
په داسې حال کې چې تمه کېدله د امریکامتحده ایالاتونو- طالبانو د سولې د هوکړه لیک او البته د افغانستان دولت او وسله والو طالبانو ډلې د سولې خبرو له مخې په هیواد کې د تاوتریخوالي لوړه کچه د ملاحظې وړ راکمه شي؛ مګر په هیواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې په نورو بڼو دوام وکړ او د خلکو بېلابېل قشرونو په ځانګړې توګه د رسنیو ټولنې زښت زیان ولیده.
د افغانستان دخبریالانو مرکز له لورې ثبت شوې شمېر ښایي چې په افغانستان کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې( د ۲۰۲۰کال د مې څخه تر ۲۰۲۱ کال مې میاشت) پورې، ۱۱ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د هغې ډیره برخه هدفي بریدونه وو؛ په داسې حال کې چې له هغې څخه په مخکې دوره کې ( ۲۰۱۹ می میاشت څخه د ۲۰۲۰می میاشت)، په هیواد کې ۵ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي وو.
په تېر کال کې د قربانیانو څخه څلور یې ښځینه وې، چې د زیاتو ستونزو د زغملو سره د اطلاع ورکونې او د رسنیز کار ډګر ته را وتلې وې؛ مګر په کم عمر کې د ترهګرو له خوا په نښه شوې. د بشر حقونو په نړیواله ورځ(دسمبر ۱۰) باندې د انعکاس راډیو تلویزیون ریپورټرې او ویاندې ملالې میوند په نښه کول او د دوه میاشتو مودې تېرېدو وروسته یې د نورو درې همکارانو په نښه کول د دې ښودنه کوي چې د هیواد په رسنیو کې کار کول خبریالانو لپار څومره ډاروونکی او د کار ساحه پرې راتنګه شوې ده.
په تېر یو کال کې د خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو په وژنه کې، داعش په اووه ، طالبان په درې او ناپېژانده کسان په یو پېښی کې په لاس لرلو تون شوی او یا شک ورباندې شوی دی.
پر دې سربېره؛ د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې ثبت شوې شمېرې د دې ښودنه کوي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د( ۲۰۲۱ مې میاشتې تر پای) د وژل شویو رسنیزو کارکوونکو سربېره، د خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو پر وړاندې د ملاحظې وړ نورې پېښې هم ثبت شوي دي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې د ټپي کولو ۱۶ پېښې، ۴۶ پېښې د ګواښ، ۱۲ پېښې د فزیکي تاوتریخوالي، ۱۰ پېښې د سپکاوي، ۸ پېښې د وسله وال برید، ۵ پېښې د بندي کولو او ۳ پېښې د یرغمل نیونې ثبت شوي دي. په ټوله کې د دولت اړخ( چارواکي، ملکي مسوولین، پولیس، ملي امنیت او ملي اردو) په ۴۶ سلنه، ناپېژانده کسان په ۲۴ سلنه، طالبان په ۱۹ سلنه، داعش ۷ سلنه او زورواکي په ۴ سلنه پېښو کې په لاس لرلو تورن دي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس احمد قریشي وویل:« په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو پر وړاندې د هدفي بریدونو زیاتوالي سره، په داسې حال کې چې ناامني مخ پر زیاتېدو ده، معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی دی او د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو له سزا څخه معافیت په لوړه کچه دوام موندلی دی.»
هغه زیاته کړه:« په داسې حال کې چې د کرونا وبا د رسنیو ټولنې ستونزې ډیرې کړي دي، د سولې خبرو برخه لیک او د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو بنیادي حق ناڅرګند پاتې دی.»
د کرونا وایروس خپرېدل او رسنیو ټولنه باندې د هغې مرګونې او زیان اړوونکي پایلې
د تېر یو کال څخه ډېر وخت کې، د کرونا وایروسي ناروغي چې د هیواد په رسنیو باندې د منفي اقتصادي پایلو لرلو سره د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو، د یو شمېر رسنیو د کارکوونکو د معاشاتو دکمښت او یا هم د یو شمېر نورو رسنیو د کارکوونکو د شمېر کمېدو لامل شوی دی، همدارنګه زیات شمېر قربانۍ یې هم لرلې او په دې موده کې د کرونا وبا له امله لږ تر لږه ۹ خبریالانو او د رسنیو کار کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د سولې خبرې او د بیان ازدي او د ازادو رسنیو اهمیت
په داسې حال کې چې هیواد د تازه حالاتو شاهد دی او تمه کېږي چې د افغان دولت او د وسله والو طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې خبرې له سره پېل شي، د افغانستان خبریالانو مرکز د یوه نادولتي او خپلواک بنسټ په توګه چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، له دواړ لورو غواړي چې د هیواد رسنیو ټولنې ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرایي رئیس وایي:« نن ورځ په داسې حال کې د رسنیو د خپلواکۍ د نړیوالې ورځې څخه درناوی کوو چې په افغانستان کې خبریالان له هر اړخه د سخت فشار سره مخ دي او یواځې دا نه چې د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي بلکې د بیان ازادۍ لاسته راوړنې او د خپل راتلونکي کار ژوند په اړه هم اندېښمن دي.»
هغه وویل:« موږ له دواړو اړخونو، د افغانستان دولت او طالبانو غواړو چې د هیواد سیاسي نظام کې د هر ډول بدلون په صورت کې، د بیان ازادۍ څخه د ملاتړ ترڅنګ دې بنسټیز او حیاتي حق ته په درناوي، هغه خوندي کړي.»
هغه زیاته کړه:« په ورته وخت کې د افغانستان خبریالانو مرکز د ملګرو ملتونو سازمان او د افغان سولې پروسې خبرو کې ښکېلو هیوادونوغواړي چې په تیرو دوه لسیزو کې د بیان ازادۍ او ازادو رسنیو برخه کې د ترلاسه شو لاسته راوړنو خوندي کول او د افغانستان سیاسي نظام څخه د ملاتړ دوام سره کرښه شي.»