د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ۲۰۲۳؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې لږ تر لږه ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي

۱۴۰۲ غویي ۱۲مه

کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د مطبوعاتو د خپلواکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په هیواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونو او د خبریالانو د ګواښلو او نیول کیدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي او د دې بهیر د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

سبا سه شنبه د (غویي له ۱۳ سره برابره ده) د مطبوعاتو د خپلواکۍ نړیواله ورځ ده، چې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

نن په همدې مناسبت د افغانستان د خبریالانو مرکز په تېر یوه کال کې په هېواد کې د رسنیو د خپلواکۍ په اړه خپل راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د (۲۰۲۲ مې څخه تر ۲۰۲۳ می) پورې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او نیول کېدو لږ تر لږه ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي، چې د (۲۰۲۱می-۲۰۲۲ می) د ثبت شویو شاوخوا ۱۳۰ پېښو سره په پرتله کولو شاوخوا ۶۴ سلنه زیاتوالي څرګندونه کوي.

په وروستیو ۱۲ میاشتو کې په ثبت شویو پېښو کې د ( ۲۰۲۲می میاشت/۱۴۰۲ غویي میاشت پرته)، د صدای افغان خبري اژانس (آوا) یو خبریال (حسین نادري) د وژل کیدو او د ۲۱ نورو خبریالانو د ټپي کیدل، د فزیکي تاوتریخوالي ۶ پېښې، د ګواښوونې ۱۱۵ او د خبریالانو د بندي کولو ۷۰ پېښې شوې دي، چې له هغې ډلې دوه خبریالان( مرتضی بهبودي او خیرالله پرهر) لاهم په بند کې دي.په مزارشریف کې داعش ډلې ته له منسوب برید پرته چې د نادري د وژنې او د لږ تر لږه ۱۹ نورو خبریالانو د ټپي کیدو لامل شو، ډیری نورې پېښې د « ګواښ او بندي کونې» د «اسلامي امارت» ادارو او یا له هغوی سره د تړاو لرونکو وسله والو کسانو له خوا ترسره شوې دي.له هغې څخه وړاندې د تېر یو کال په موده کې( ۲۰۲۱ می- ۲۰۲۲) د خبریالانو او رسنیزو کار کوونکو د وژنې څلور او د بندي کولو او ګواښوونې شاوخو ۹۰ پېښې شوې وې.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۴ نیټه د اسلامي جمهوري  دولت له نسکوریدو وروسته، په هیواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو له جملې څخه نیمایي یې د «اسلامي امارت» له خوا د لګول شویو کاري محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله له فعالیت څخه لاس په سر شوې او سره له دې چې په ځانګړې توګه په تېر یو کال کې ځینو رسنیو بیا ځل فعالیت پېل کړی او نوې تاسیس شوې دي؛ ولې شواهد او روان وضعیت سرچپه او منفي دی.

په تېر کال کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودیتونو د سختېدو او د خپرونو پر محتوا د نویو محدودیتونو د لګولو سربېره، په رسنیو له نشر مخکې او وروسته څارنه او په ټولنیزو شبکو کې د خبریالانو فعالیتونه په ډېریدو دي، چې د رسنیو د کاري منځپانګې د محدودیت او د اطلاعاتي جریان د بې ساري کمښت لامل شوی دی او ځان سانسورونې ته یې ډیره زمینه برابره کړې ده.په ورته وخت کې له هېواد څخه د خبریالانو او د رسنیو د مسلکي کارکوونکو د وتلو دوام د رسنیو د ټولنې د کوچنۍ کېدو او په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

خو له دې سره سره په تېرو ۱۲ میاشتو کې یو شمېر مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي. د رسنیو د ټولنې د قربانیانو په شمیر کې د تیرې دورې (می ۲۰۲۱-می ۲۰۲۲) له څلورو پېښو څخه په تیرو ۱۲ میاشتو کې یوې پېښې ته (د ۲۰۲۲-می ۲۰۲۳) کمښت یو مثبت پرمختګ دی. په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبریالانو سره د اړیکو د ښه کولو او د رسنیو په چارو کې د نورو بنسټونو او اشخاصو د لاسوهنې د مخنیوي او له رسنیو او خبریالانو څخه شکایتونو ته؛ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون له لارې رسېدنې څخه هرکلی کوي او د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون پربنسټ د دې پلان د پلې کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د رسنیو د خپلواک فعالیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه د خلکو د اساسي حق په توګه ملاتړ کوي او نه یواځې دا چې په دې برخه کې محدودیتونو بې اغیزې ګڼي؛ بلکې د هغې پر ناوړه پایلو اندېښنه هم لري او د ډله ایزو رسنیو قانون او معلوماتو ته د لاسرسي قانون پراساس دې حقونو ته د درناوي  غوښتنه کوي.