
د انځور تشریح: خي اړخ ته رضا شهیر نن د غبرګولي په ۳۰ په کابل کې د راه فردا تلویزیون له مسؤل مدیره صابر عرفاني سره د دې رسنۍ په دفتر کې کتلي دي.
۱۴۰۲ غبرګولي ۳۰
کابل- د راه فردا تلویزیون پخوانی خبریال چې کورنۍ یې ویلي و، څلور ورځې مخکې له ایران د راستنېدو وروسته د کابل-هرات په لویه لار د طالبانو د ځواکونو له لورې نیول شوی و، اوس یې له «خوشې» کېدو خبر ورکوي. په داسې حال کې چې په زابل ولایت کې د اسلامي امارت چارواکو د شهیر نیول رد کړي؛ د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کوي.
رضا شهیر د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د زابل ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو کسانو له لورې چې ځانونه د اسلامي امارت کسان بلل، د ژورنالیستي فعالیتونو په تور بندي شوی و. شهیر وویل د «امنیتي اندېښنو» له امله نه شي کولی ډیر معلومات شریک کړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د اسلامي امارت له چارواکو غواړي، په زابل ولایت کې د راه فردا تلویزیون د پخواني خبریال د نیونې او زنداني کونې ادعا وڅېړي او هغې ته دې رسېدګي وکړ.
د رضا شهیر ورور وهاب شهیر په خپل فیسبوک د یو مطلب په لیکلو سره وویل، رضا شهیر د سه شنبې په ورځ(څلور ورځې مخکې) چې له هراته یې د کابل په لور حرکت کړی و د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د «اسلامي امارت» ځواکونو له لورې ونیول شو او نا معلوم ځای ته وړل شوی دی.
شهیر ته نیږدې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي و، چې د راه فردا راډیو او تلویزیون دې خبریال تازه له خپلې کورنۍ(مېرمنې او دوه اولادونو) سره له ایرانه افغانستان ته را ګرځېدلی و. دې سرچینې زیاته کړې وه، چې شهیر په ایران کې د پاتې کېدو لپاره د ویزې د نه تمدید له امله اړ شوې و، چې هیواد ته را وګرځي.
رضا شهیر شاوخوا یوه لسیزه په کابل کې د راه فردا راډیو او تلویزیون سره د خبریال په توګه کار کړی دی. هغه دوه میاشتې وړاندې په خپل فیسبوک یو مطلب خپور کړ، ویلي و چې د «اسلامي امارت» له لورې د دویم ځل نیول کېدو ورسته د ضمانت په ورکولو سره په مشروط ډول خوشې شو او بیا وروسته د ۱۴۰۱ کال په نیمایي کې له مجبورۍ له خپلې کورنۍ سره له افغانستان ووتل او ایران ته لاړه.

