د هېواد تکړه خبریال اجمل یزداني د ورپېښې ناروغۍ له امله وړ


۱۴۰۱ کب ۳ مه
کابل- پیژندل شوی افغان خبریال اجمل یزداني له سرطان ناروغۍ سره تر اوږدې مبارزې وروسته، تیره ورځ د کاناډا اونتاریو ایالت لندن ښار کې د ۴۶ کلونو په عمر ومړ.
اجمل یزداني دوه نیم کاله مخکې تر دې چې د سرطان ناروغي یې تشخيص شي، په افغانستان، پاکستان او ایران کې تر درمنلې لاندې و. نوموړی شپږ میاشتې وړاندې په کاناډا کې د کډوال په توګه ومنل شو، په داسې حال کې چې ناروغي یې لا پسې خرابه شوې وه، له خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو سره دغه هېواد ته ولاړ او هلته یې خپلې درملنې ته دوام ورکړ.
اجمل یزداني د۱۳۵۶ کال د اوري په لومړۍ نیټه هرات کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. نوموړي په ۱۳۸۳ کال کې له سلام وطندار راډیو سره د خبریال په توګه خپله رسنیزه دنده پیل کړه او په سلام وطندار کې له څه باندې درې کلونو کار کولو وروسته یې په هرات کې د وطندار راډیو بنسټ کېښود او بیا یې په کندهار کې هم دغه راډیو جوړه کړه او تر ۱۳۹۱ کال پورې یې د دې رسنۍ د مسؤل مدیر په توګه دنده ترسره کړه.
یزداني په ۱۳۹۹ کال کې د ناروغۍ تر تشخیص او ډیرېدو وړاندې په خپلواک ډول له یوشمېر داخلي او نړیوالو رسنیو سره هم همکاري لرله.
د افغانستان دخبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قريشي په یو پیغام کې وویل:(( د اجمل یزداني مړینه د هیواد رسنیو ټولنې لپاره لویه نشه ده او موږ د مرحوم یزداني کورنۍ سره خوا خوږي څرګندو.))
هغه له اوږدې مودې راهيسې په وژونکې ناروغۍ اخته و او په داسې حال کې چې له خپل وطن او کار سره یې مینه درلوده د هیواد پرېښودلو ته مجبور شو او په ناچارۍ کې مړ شو؛ موږ د لوی الله ج له درباره هغه ته د مغفرت غوښتنه کو.