علي کاظمي ته د ورزشي فلمونو د نړيوال فېسټول د ویاړ ډیپلوم ورک شو

علي کاظمي ته د ورزشي فلمونو د نړيوال فېسټول د ویاړ ډیپلوم ورک شو

۴ میزان ۱۳۸۹

تهران- ایران: د تهران د ورزشي فلمونو اتم نړیوال فستیوال د شنبې ماښام د ۱۳۸۹ کال د میزان میاشتې په ۴مه، د ایران په ملي المپیک اکاډمۍ کې د دوو برخو کورني او بهرني غوره کسانو په پېژنګلوي سره پیل شو.

د دې فستیوال د نړیوالو مستندو فلمونو په اډانه کې، د افغانستان په استازیتوب چې د سید علي کاظمي مستند فلم «د ویاړ پر لور» نوماند شوی و، د غوراوي پلاوي په ټاکنې سره یاد مستند د ویاړ ډیپلوم او یوه د سروزو سکه وګټله.

دا مستند فلم د ۲۰۰۸ میلادي (۱۳۸۷ لمریز) کال د المپیک سیالیو ته د افغانستان د لارموندې په اړه دی، چې افغانستان په‌کې د لومړي ځل لپاره خپل ځان ازمایې.

ښاغلی کاظمي د آریانا تلویزیون د ورزشي خپرونو مشهور خبریال ، وړاندې کوونکی او ویاند دی او د یوازینی افغان خبریال په توګه یې په دې ستر ورزشي سیالیو کې ګډون کړی و.

په ټوله کې په دې فستیوال کې د ۹۴ آثارو تر ارزونې وروسته ۳۷ جایزې د کورنۍ او بهرني برخې غوره کسانو ته ورکړل شوې.

د تهران په نړیوال فستیوال کې د عراق، لبنان، مالیزیا، تاجکستان، کړواسیا، سویډن، سینګاپور، آلمان، روسیې، بلجیم، فرانسې او قطر استازو هم د ویاړ ډیپلومونه، ستاینلیکونه او ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې.