په افغانستان کې د ازادي او امریکا غږ راډیوګانو د وېبپاڼو تړل د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف کار دی

۱۴۰۱ دلوې ۲۱ مه

کابل- د «اسلامي امارت» له خوا د ازادي راډیو او امریکا غږ راډیو د فریکونسیو له تړل کېدو دوه میاشتې وروسته په افغانستان کې د دغو دوه راډیوګانو وېبپاڼې هم تړل شوې او یا هغې ته لاسرسی محدود شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د نویو بندیزونو په اړه د جدي اندېښنې په څرګندولو سره له چارواکو غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

د ازادۍ راډيو او امريکا غږ راډيو مسوولين وايي، چې په افغانستان کې د دغو دوه راډيوګانو پښتو او فارسي وېبپاڼې بلاک او يا هم محدودې شوې دي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مخاطبان یواځې د ځانګړو اپليکېشنونو او يا فلټر ماتوونکو له لارې د دغو دوه راډيوګانو انلاين منځپانګې ته لاسرسی لري.

د ازادي راډیو رئیس جیمي فلای د دې راډیو د ویب سایټ د بلاک کیدو خبر ورکړی دی

په کابل او د هېواد په ختيځو او لوېديځو ولايتونو کې يو شمېر اورېدونکو د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ويلي، چې د ازادۍ راډيو او امريکا غږ راډيو وېبپاڼو ته د لاسرسي په اړه نوي محدوديتونه ورته نه دي او په داسې حال کې چې دغه وېبپاڼې بندې شوې دي؛ مګر د یوشمېر مخابراتي شبکو او انترنیټي شرکتونو له لارې پرانیستل کېږي. داسې وړاندوینه هم شوې ده چې ټول شبکو او خدماتي شرکتونو په یوه خوله دا محدودیت نه دی پلی کړی.

د ازادي راډیو او امریکا غږ په رادیو د نویو بندیزونو د لګولو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې دوه میاشتې وړاندې د اسلامي امارت لخوا ازادي راډیو او امریکا غږ راډیو د «ژورنالیزم د اصولو په نه مراعاتولو» او «د خبري توازن په نه شتون» تورنې شوې او امارت د دې دواړو راډیوګانو د اف-ام څپو په بندولو سره دې رسنیو ته د خلکو لاسرسی محدود کړ.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۴ نیټه د جمهوري رژیم له نسکوریدو وروسته په هیواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو له نیمایي څخه زیاتې، په ځانګړې توګه راډیوګانې، ټلویزیونونه او چاپي خپرونې- د اقتصادي ستونزو او د امارت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله وتړل شوې او په سلګونو خبریالان د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه ووتل.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ازادي راډیو او د امریکا غږ راډیو د وېبپاڼو تړل په هېواد کې د ازادو او انتقادي رسنیو د ځپلو دوام یوه بله ښکاره نښه بولي.

د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا یې په خپرنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له خوا د تصویب شوي ټولیزو رسنیو د قانون پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې د امارت له چارواکو غواړي چې پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون له لارې رسیدګي وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ټولیزو رسنیو قانون چې د « اسلامي امارت» له لورې تائید شوی پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې د امارت له چارواکو غواړي، چې پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د رسنیزو سرغړونو د څېړلو کمیسیون له لارې، له رسنیو او خبریالانو څخه د شکایتونو رسېدنې ته زمینه برابره کړي.

د ټولیزو رسنیو قانون د ۴۴ مادې له مخې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون له خبریالانو او رسنیو څخه د شکایتونو او د هغوی سرغړونو ته رسیدنه کوي او حالت ته په کتو سرغړونکي ته سپارښتنه او ګواښ او یا یې د عدلي تعقیب په موخه اړوندو ادارو ته ورپېژني.