
۱۴۰۰ غوایي ۱۸ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د نړیوالې ټولنې له استازو سره د طالبانو د انلاین ناستې وینا پاڼه ګونګه ګڼي او له دې ډلې غواړي چې د ازادو رسنیو او خبریالانو په اړه خپل دریځ په واضیح او ښکاره توګه بیان کړي.
تېره ورځ؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر څخه یو هیئت د دې ډلې د مذاکراتي پلاوي د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د امریکا، اروپایي اتحادیې، المان، برېتانیې، ناروې، فرانسې، ایټالیې او د ملګرو ملتونو له سفیرانو او استازو سره په انلاین بڼه خبرې اترې کړي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په دې ناسته کې د طالبانو هیئت د [افغانستان مسالې] سوله ییز حل او نورو بېلابېلو مضوعاتو په اړه خپله پالیسي له ګډونوالو سره شریکه کړه.
د دې وینا پاڼې په یوې برخه کې راغلي دي چې طالبان:« په راتلونکې مرحله کې د ټولو بهرنیو ډیپلوماتانو، ژورنالیستانو او د انساني موسسو کار کوونکو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی امنیت به خوندي وي، هغوی دې هیڅ اندېښنه نه کوي.»
د افغانستان دخبریالانو مرکز د طالبانو دا دریځ هیله بښوونکی ګڼي؛ مګر څرګندوي چې په هیواد کې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د خوندیتوب او امنیت په برخه کې د طالبانو نظر لاهم ګونګ دی.طالبانو نه ده مشخص کړې چې په «راتلونکې مرحله» کې د خبریالانو د خوندیتوب څخه د دې ډلې هدف څه شی دی.
طالبانو درې ورځې وړاندې یوشمېر خبریالان او رسنۍ په درواغ ویلو او د افغان دولت په پلوۍ تورنې کړې وې او ګواښ یې کړی و چې د دې بهیر د دوام پایلې به د رسنیو پر غاړه وي.
په ورته کې؛ د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د ملي شورا د یو شمېر استازو سره لیدنه کې ویلي و چې یو شمېر رسنۍ د طالبانو په ګټه کار کوي او د دې حالت دوام ملي امنیت ته د منلو نه دی دی. دا څرګندونې ډیرې اندېښمنوونکې او د افغان دولت د ژمنو او د هیواد قوانینو سره په ټکر کې دي چې په هغې کې د خبریالانو او رسنیو حقوق په رسمیت پېژندل شوي دي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی چې د هیواد رسنۍ په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې خلکو ته د اطلاع رسونې په ځانګړې توګه د جنګ قربانیانو، تاوتریخوالي، فساد او نا امنۍ په برخه کې کار کوي او باید چې د هغوی امنیت او خوندیتوب تامین وي او په هیواد کې د خبریالانو پروړاندې د هدفي بریدونو په زیاتوالی سره باید ثابته کړي چې دوی په خپله ادعا کې ریښتیني دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز موندنې ښایي چې د طالبانو او امریکا د سولې هوکړه لیک ترلاسلیک ورسته(په ۱۳۹۹ کال کې) لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په هدفي بریدونو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

