په کابل کې د جمهور خبري اژانس دفتر د « اسلامي امارت» د «ګواښ» او «فشار» له امله وتړل شو

 

۱۴۰۱ قوس ۲۰ مه

کابل- جمهور اژانس وایي چې په کابل کې یې خپل دفتر د «اسلامي امارت» د فشار او ګواښ له امله تړلی دی. د افغانستان خبریالانو مرکز د جمهور خبري اژانس د تړل کیدو په اړه د خپلې ژورې اندېښنې په څرګندونو سره له اسلامي امارت نه غواړي چې پر رسنیو د محدودیتونو له ډیرولو لاس واخلي.

جمهور اژانس په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: « د ۱۴۰۱ کال د ثور په ۶مه په رسنیو د طالبانو د حکومت د څار کمیسیون، جمهور خبري اژانس د اسلامي امارت پر ضد او د طالبانو د حکومت په لمنځه وړلو تورن کړ او د جمهور اژانس له رئیس یې غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت په ضد هیڅ تحلیل، خبر او یا راپور نشر نه کړي او تر دې چې د طالبانو دحکومت په اړه د منفي خبر له خپرولو ډډه وکړي.»

جمهور زیاته کړې ده چې په وروستیو میاشتو او اونیو کې هم د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د تلیفونونو او ګواښونکو پیغامونو له لارې د دې رسنیو مسوولینو ته امر کولو چې د دې رسنۍ له ویب سایټ او فیسبوک پاڼې د اسلامي امارت پرضد تحلیلونه او راپورونه پاک کړي. په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې اسلامي امارت د دې رسنۍ خبریالانو ته هم خبرداری ورکړی چې ځانونه دې اصلاح کړي.

جمهور ویلي دي د خپلو کار کوونکو د امنیت او خوندیتوب په پار یې پرېکړه وکړه، چې له ۱۳ کلونو وروسته په کابل کې خپل فعالیت وځنډوي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۲۴ نیټه د جمهوري رژیم له نسکوریدو وروسته په هیواد کې د ۶۰۰ فعالو رسنیو له نیمایي څخه زیاتې – په ځانګړې توګه راډیوګانې، ټلویزیونونه او چاپي خپرونې – د اقتصادي ستونزو او د امارت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله وتړل شوې او په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له افغانستانه ووتل. لس ورځې وړاندې د اسلامي امارت لخوا د «ژورناليستيکو اصولو د نه مراعاتولو» او «خبري توازن نه شتون» په تور د ازادي راډیو او امريکا غږ راډیو «اف.ام» فریکونسي وتړلې.

تر اوسه د اسلامي امارت اړوندو چارواکو په رسمي ډول د جمهور خبري آژانس د دفتر د تړلو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی. د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمهور خبري آژانس د دفتر تړل کیدل، چې ویل کیږي د اسلامي امارت د ګواښونو په پایله کې شوی، د ازادو او انتقادي رسنیو پر کار د بندیزونو د سختیدو بله نښه او په هیواد کې د خود سانسوري د ډېرېدل ګڼي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو پر کار د پرلپسې محدودیتونو او خبریالانو ته د ګواښونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په هېواد کې د خپلواکې خبر رسونې او مسلکي اطلاعاتو د خپرېدو پر بهیر د دغه وضعیت د ناوړه پایلو خبرداری ورکوي.

د ټولیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي دي، چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی د خپلواکو رسنیو خبري یا معلوماتي فعالیت، بند، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بله بڼه د ټولیزو او معلوماتي رسنیو په چارو کې مداخله وکړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ټولیزو رسنیو د قانون په عملي کیدو چې د اسلامي امارت له لورې تائید او د پلې کیدو وړ ګڼل شوی دی، د اسلامي امارت له مشرانو غواړي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او له رسنیو د شکایت په برخه کې دې رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون ته زمینه برابره کړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون د ۴۴ مادې پربنسټ، د شکایتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون، د خبریالانو او رسنیو شکایتونو او سرغړونو ته رسېدنه کوي او حالاتو ته په کتو سرغړونکي ته سپارښتنه، ګواښ او یا یې د عدلي تعقیب په موخه اړونده مراجعو ته معرفي کوي.